د TFPI په هکله

TFPI په برطانیه او پاکستان کښی رجسټر شوی دۍ. TFPI دمنل شویوکارپوهانو حلقه ده ،چی غواړی دامن اوصلحی په راوستوکښی خپل مثبت کردار اداکړی.مونږدمذاکراتواوسیاسی عملی تګلاری اومداخلی په واسطه دخلکودهوساینی اوښه ژوند ملاتړکوو. More »

بحثونه

دامن او اشتی لپاره بحثنونه ترویجوی او دنړۍ له پوهانو سره خپله TFPI تجربه شریکوی ،جاری بحثونه چی (ټی ایف پی اۍ) ورسره کمک کړۍ په لاندی ډول دی: More »

اتګریزی سائټ

زمونږه اتګریزی سائټ د پاره مخکښۍ کلک اوکئ: More »

محور ورځپاڼه: پاکستان را تمبولي جنګیالي په افغانستان کې جګړه کوي

له وزيرستانونو بې شمېره طالب اورپکي د افغانستان ختيځ او سوېل ختيځو ولايتونو ته را اوښتي، چې د ځايي خلکو په خبره اوس په يادو سيمو کې سره بسيج کېږي.د پاکستان پوځيان له يوه لوري په شمالي وزيرستان کې د اورپکو د له منځه وړلو په هدف جګړه کوي، خو له بل لوري يې ورته د وتلو لار پرېښې ده. More »

شمال د نامسووله وسله والو په عذاب کې/ خالد نجيم

د افغانستان په يو شمېر شمالي ولايتونو کې د ناقانونه وسله والو ډلو په اړه ژوره اندېښنې شته او دا هغه وخت دی، چې د دې هېواد ټاکنو ته ورځې را لنډيږي. اوس اوس د دغو ډلو ټپلو راج او باج زور نيسي، دوی ددې ترڅنګ چې هر وخت د حکومت لپاره ګواښ وي، خو اوس يې تر پخوا More »

د اكبر اغا په مشري د افغانستان د خلاصون لار

نجشنبه د ۱۳۹۲/۱۲/۲۲ نیټه د افغانستان د خلاصون لار کوم چې له هر حیثه یو افغانی خپلواک ملی خوځښت ده او تر دی وړاندی له هیڅ مشکوکو او یولوریوداخلی او بهرنیو جریانونو پوری تړاؤ نلری،په کابل ښار کی د ۲۵۰۰ منلیو علماؤ ،جهادی څیرو،درنو قومی مخورو په پرتمینه ناسته کی د پخوانی جهادی مشر الحاج سید محمد اکبر اغا په مشری د خپل شتون اعلان وکړ،او خپله More »

له جنګه ستړی یمه/ بصیر الحق عادل

سوله د خدای ج هغه خوږ او لوی نعمت دی چې د نړۍ تر ټولو سپېڅلي کتاب قرانکریم کې یې هم یادونه شوې ده.د سولې خواږه چې چا څکلي وي نو د جنګ د نوم په اورېدو هم ټکان خوري، سوله هغه مرغه دی چې انسانان یې په خپله مینه، الفت او عاطفې خپلوي. More »

 

له پاکستانه څنګه خلاصېدای شو؟ – عبدالرحمان عابد

  • Wednesday, 5 March 2014 15:31
  • لیکنه: تاند

د افغانستان په هکله زموږ د ګاونډی هيواد پاکستان پاليسي په دې تمرکزکوي چي بايد په افغانستان کې د جنګ لمبې بلې اولاګرمې شي.

په تاسف سره وايم چي د ياد هيواد د افغانستان په هکله تراوسه پوري اهميت دومره زيات دی چي سره له دې چي تقريبًا ټول افغانان په دې پوه شوي دي چي د افغانستان ترټولوغټ دښمن پاکستان دی خو بياهم ټول په دې پوه دي چي پاکستان ونه غواړي نه په افغانستان کي سوله راتلای شي اونه جگړه پای ته رسېږي.

دا ډېره دغم اوخواشينۍ خبره ده چي نوموړی هيواد چي د افغانستان سره خواخوږي نه لري اوگټي په دې کې لټوي چي په افغانستان کې جگړه دوام ولري بياهم دومره اهميت ولي لري؟

باور ورځپاڼه: د القاعدې یوبل ماموریت

  • Saturday, 1 March 2014 8:00
  • لیکنه: تاند

 د بهرنیوځواکونو له وتلو وروسته افغانستان څومره خوندي دی ؟

په افغانستان کې دالقاعدې ډلې دنویوفعالیتونو په تړاو داسې مهال خبرې کیږي چې له دې هیواده دترهګرۍ ضد ماموریت په پلمه زرګونه بهرني پوځیان بیرته په وتلو دي .

که څه هم افغان امنیتي ځواکونه ډاډمن دي چې له بهرنیوپوځيانوله وتلو وروسته به یې په وړاندې ډیرې نه وي او د دوئ وړتیاوې دومره دي چې کولای شي خپل مخالفین پرې وځپي خو دشنونکو باور دادی چې که دالقاعدې په څیرې جنګیالۍ ډلې بیاځل افغانستان خپل سنګر وګرځوي ګرانه به وي چې افغان امنیتي ځواک دې دکرارۍ په کابو کولو کې بریالي وي.

محور ورځپاڼه: پاکستان را تمبولي جنګیالي په افغانستان کې جګړه کوي

  • Wednesday, 5 March 2014 9:00
  • لیکنه: تاند

 له وزيرستانونو بې شمېره طالب اورپکي د افغانستان ختيځ او سوېل ختيځو ولايتونو ته را اوښتي، چې د ځايي خلکو په خبره اوس په يادو سيمو کې سره بسيج کېږي.

د پاکستان پوځيان له يوه لوري په شمالي وزيرستان کې د اورپکو د له منځه وړلو په هدف جګړه کوي، خو له بل  لوري يې ورته د وتلو لار پرېښې ده.

له دې عملياتو نه د پاکستاني پوځ اهداف په افغانستان کې د سياسي پروسې ګډوډول، د دوی پوځي مداخلې ته لار اوارېدل او افغانستان د اورپکو په ځاله بدلول دي.

ادعا کېږي، چې له شمالي وزيرستانه ټول طالب اورپکي د افغانستان ختيځو او سويل ختيځو ولايتونو ته د را اوښتو په حال کې دي او په دې وروستيو کې په يادو ولايتونو کې سره بسيج کېږي.

شمال د نامسووله وسله والو په عذاب کې/ خالد نجيم

  • Sunday, 23 February 2014 9:35
  • لیکنه: تاند

د افغانستان په يو شمېر شمالي ولايتونو کې د ناقانونه وسله والو ډلو په اړه ژوره اندېښنې شته او دا هغه وخت دی، چې د دې هېواد ټاکنو ته ورځې را لنډيږي. اوس اوس د دغو ډلو ټپلو راج او باج زور نيسي، دوی ددې ترڅنګ چې هر وخت د حکومت لپاره ګواښ وي، خو اوس يې تر پخوا موجوديت زياتې اندېښنې را ولاړې کړې دي.

کله چې د يو شمېر شمالي ولايتونو لرې پرتو ولسواليو او سيمو ته سر ورښکاره کړې، نو رسا به دې اويايمو کلونو ته ستون کړي، هغه وختونو ته چې چلتار وهلي او بډوهلي به په کلي را خوشي شول، عزت مال او هېڅ به يې نه پرېښودل، هر څه به يې لوټل، په اوسني او هغه وخت

سوله د خلکو غوښتنه ده ضرور به سرمنزل ته رسېږي

حقیق

دادی په افغانستان کې دسولې او خبرواترونوي بهیر یوځل بیا دخلکو زړونو کې هیلې ټوکولي او که خدای کول دغه بهیر به بریالی کېږی سره له دې چې په دې لار کې خنډونه لاهم شته او یو شمېر حلقې نه غواړي چې دافغانستان دخلکو دغه ارمان سرته ورسېږي.
دخنډونو په همدې بهیر کې چې دسولې دخبرو او مذاکراتو په وړاندې په دې وروستیو کې رامېنځته شوي یوهم دمتحده عربي اماراتو د دوبۍ ښار کې د ملا آغاجان معتصم په مشري دطالبانو داسلامي تحریک دپلاوي دیوه غړي وژنه وه چې له بده مرغه په دې وروستیو کې دپېښور په ښار کې رامنېځته شوه.
افغان جمهور رییس هم په همدې اړه یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې په پېښور ښارکې

د ملا متعصم په ملاتړ!

دخپریدو نیټه : 2014-02-21   مخپرونکئ : 098 – دبېنوا اداره – کابل

محمد هلال سمسور

ښاغلي معتصم صاحب، په یاد ولرئ، چې تاسې له مسلمانانو سره سوله کوئ او ددوو مسلمانانو ترمنځ باید ژر تر ژره سوله وشي. مګر کله چې تاسې د سولې خبره را پورته کړه، د بېلابېلو کړیو له خوا ستاسې او ستاسې د هڅو په اړه نیوکې او مخالفتونه را پورته شول، لومړی هغه یې د طالبانو لخوا ؤ. مګر هغوی دا هېره کړې، چې هغوی یو څه موده مخکې د اوباما په فرمان له امریکا او یرغلګرو سره سوله کوله!  هغه وخت د سولې خبرې د امارت او تحریک د ارمانونو خلاف کار نه ؤ. مګر تاسې چې کله د خبري مشرتابه په لاس کې واخیست بس چیغې یې پیل کړې!!

د افغانستان لومړيتوب سوله که ټاکنې؟!

دا يو مسلم حقيقت دی، چې ډ يموکراسۍ د اصولو له مخې د يوه  قانوني حکومت د را منځ ته کېدو لپاره ټاکنې يوه اړينه اړتيا ده، چې بايد  تر سره شي او په پايله کې يې د ولس په خوښه يو منتخب حکومت را منځ ته شي. خو په يوه داسې حالت کې چې افغانستان د نا امنۍ او بې ثباتۍ په پايله کې ورسره لاس ګيريوان دی- په داسې حالت کې چې په هېواد کې لږ تر لږه  د څلوېښتو استعماري  حکومتونو ځواکونه شتون لري، په داسې يوه حالت کې به د افغانستان لومړيتوب څه وي، سوله که ټاکنې ؟!.
په داسې حال کې چې د افغانستان  مشران  د خپلو اعمالو له کبله  په کورونو او سړکونو کې

پټه سوله / شریف افغانمل

  • Sunday, 23 February 2014 10:16
  • لیکنه: تاند

 په تازه کې د افغانستان د سولې عالي شورا یوه چارواکي اسوشیتېد پرېس خبري اژانس ته منلې چې له طالب استازو سره یې په دوبۍ کې په پټه لیدلي دي او د افغان سولې په اړه دا د پرمختګ یو بل اقدام دی.

افغانستان وروسته له هغې د پټې سولې هڅې پیل کړې، چې له امریکا سره یې د امنیتي تړون لاسلیک ته له سولې سره د مرستې شرط وړاندې کړ، خو امریکا له دې شرطه انکاري ده او تر دې دمه په افغان لوري ټول فشارونه عملي شوي دي، خو لا امریکا ترې مثبته ګټه نده لاسلیک کړې.

د امریکا په مرسته په قطر کې

باور ورځپاڼه: کله چې پلمې ورکې شي

 د سولې خبرې چیرې خوندي دي ؟

له کله نه چې د سولې په تړوا پروژه ډولې اوفرمایشي هڅې پیل شوي، له هماغې ورځې ورسره د سولې او ټیکاو د مخنیوي هلې ځلې هم ګړندۍ دي.

شنونکي په افغان دولت کې د مافیايي کړیو نفوذ او دامریکایانو ناسم سیاست تردې وخته د سولې د خبرو د ناکامۍ لاملونه ګڼي، په دې دلیل چې امریکایان غوڅ دریځ نه لري او دولت کې دپخوانیو جګړه مارو ډلو کسان نه غواړي چې، په ریښتینې مانا دې په دې هیواد کې سوله او پخلاینه وشي .

د افغان ولس ،حکومت، سیاسي ،جهادي ،اوټولو اړونده جهتونو ته د افغانستان د طالبانو د اسلامي تحریک پیغام

  • Thursday, 13 February 2014 9:54
  • لیکنه: تاند

 بسم الله الرحمن الرحيم

 د هیواد د وروستیو تحولاتو  په اړه زموږ دریځ

څنګه چې سوله دجګړې په نسبت دهیواد دروانې کشالې د ختمولو تر ټولو غوره او اغیزمنه وسیله ده ، ځکه نو په هيواد کې د يوه افغان شموله سوله ايز بهير پيل او د هغه په پايله کې د يوه تلپاتې ثبات او استقرار رامنځته کيدل د هیواد د هر ځوريدلي وګړي د زړه ارمان او هيله ده.

 موږ   د خپل ولس د همدغه ارمان په پام کې نيولو سره، غواړو چې په خپل هیواد کې دسولې دټینګښت او نورو وینو توییدلو دمخنیوي لپاره هلې ځلې وکړو  او په دې اړه خپل ايماني رسالت او وجداني مکلفیت ترسره کړو.

موږ دغه ستر هدف ته درسیدو لپاره تر دې وړاندې هم منډې ترړې کړې اودا دی اوس هم د هغو په تعقیب یو ځل بیا خپل دریځ په لاندې ټکوکې په ډاګه کوو: