دسولي خبري عمل ته اړتيا لري / عالیه راوي اکبر

2 Jan 2013, 4:44

دفرانسې کنفرانس په داسي حال کي پای ته ورسېد چې نتيجه يې دځينو په ظاهري تخمين مثبته وه. دغه کسانو داسي فکر کاوه چې بهرنيو ځواکونو بالاخره په خپل دريځ کې نرمي وښوده چې په دې غونډه کې يې دطالبانو نماينده ګانو ته د اشتراک زمينه برابره کړه.

بله خبره دا هم کېده چې دکابل ګوډاګی رژيم له طالبانو سره د افغانستان څخه دباندي دخبرو اترو حمايت نه کاوه. خو اوس دې خبري ته اماده شو.

 دبل طرف څخه د ګوډاګي رژيم چارواکو  ويلي چې د سولي هرډول خبري بايد په افغانستان کې دننه سرته ورسيږي.

دکابل رژيم دا خبري د دغه کنفرانس تر پای ته رسېدو ايله څو ورځي وروسته وکړې.

دکابل د ادارې دا خبري دطالبانو دهغه موقف باالعکس خبري دي چې هغوی په ډانګ پېيلي ويلي چې ترڅو بهرني پوځونه په هيواد کې شتون ولري دوی د کرزي د رژيم سره خبري نه کوي.

طالبانو په خپل خپور شوي دريځ کې د فرانسې د څېړنيزو مرکز ته کور ودانی ويلی چې د افغانستان اسلامي امارت ته يې دخپل دريځ دڅرګندولو زمينه برابره کړه.

دبلي خوا دملګرو ملتونو ټولني يوناما دا اعلان هم کړې چې غواړي د فرانسې د کنفرانس ته ورته په ترکمنستان کې يوه غونډه جوړه کړي.

اوس دکابل رژيم بيا ځکه ويلي چې که دسولي خبري مخامخ کيږي نو هم بايد طالبان دکابل دحکومت سره مستقيمي او رسمي خبري اتري وکړي.

. که دقيقأ وکتل شي نو دفرانسې کنفرانس د دايمي سولي په راوستلو کې هيڅ نتيجه نه لري.

ځکه چې بهرنيانو پر خپلو شرايطو او موقف کې هيڅ نرمښت هم نه دې ښودلی.  بهرنيان که واقعأ  دسولي په پروسه کې صادقه وای نو شرطونه به يې نه لګول.

دبهرنيانو  غېر معقول شرايط چې غواړي په طالبانو باندي خپل اساسي قانون ومني، دغرب دښځو په ډول ښځو ته په اصطلاح ازادي ورکړي دا شرطونه په ډاګه ښيي چې بهرنيان اودکابل رژيم دسولي په خبرو کې صادقه نه دي.

زه په افغاني ټولنه کې دښځو ټولو حقوقو ته هغه اهمیت قايله يمه چې زموږ دټولني کلتوري او مدني ارزښتونه يې ايجابوي خو له بده مرغه چارواکو ته دا دښځو دحقوقو مسله بېخي سياسي مسله ګرځېدلې ده.

خو طالبانو خپل سابقه موقف په ډانګ پېيلي څرګند کړی چې دوی به هيڅکله د کرزي دګوډاګي رژيم سره خبري ونه کړي او د افغانستان څخه يې دبهرنيو پوځونو د ژر تر ژره د ايستلو غوښتنه کړې ده.

که څه هم دطالبانو دحکومت دبهرنيو چارو د وزارت پخواني وزير ښاغلي مولوی متوکل ددغه غونډي په هکله خوشبيني وښوده خو په داسي يو حالت کې د افغانستان دجګړې د درېدلو هيله بې ځايه ده. ځکه چې دجګړې په ډګر کې بهرني پوځونو ماته خوړلې ده. داچې لوېديځ په څرګنده دخپل شکست اعلان نشي کولای هغه بېله خبره ده. خو همدا بهرنيان و، چې دسولي دخبرو اوازه يې لومړی ګډه کړه. که نه وي نو طالبان خو دجګړې په ډګر کې همدا اوس برلاسي دي او دا څه دپټولو خبره نه ده. که څه هم بهرنيان غواړي چې پرده پرې واچوي.

د فکر وړ سوال دا ده  چې دسولي خبري لوېديځوال له ډېره وخته کوي خو نتيجه يې نه تر سترګو کيږي.

هغه مقتدر او معظم قدرت چې پر ټوله نړۍ کنترول لري په خپلو مصارفو په قطر کې له ډېري مودې نه دفتر ورته جوړ کړی دی خو دسولي خبري يوازي دخولې ترانې دي چې زمزمه کيږي. ددې دسوال جواب ولي نشته؟

 که څوک د ملګرو ملتونو يا يوناما دې نوي خبري خوشبينه کړي وي چې غواړي په ترکمنستان کې بله دفرانسې ورته غونډه جوړه کړي نو دا هم يوه غولوونکې اودپام اړولو بل کوشش دی چې نتيجه به ورنه کړي. يوازي به بې ځايه مصارف او سفرونه وشي خو نتيجه به فقط د فرانسې غونډي ته ورته وي. ټولي نړۍ ته څرګنده ده چې ملګري ملتونه هر څه د امريکا اونورو غربي هيوادونو په امر ترسره کوي.

په افغانستان کې دسولي د راتګ هيله هغه وخت کېدای شي چې په عمل لاس پوري شي.  طالبان غوښتنه لري چې زندانيان يې ازاد شي. همدارنګه غواړي چې مهم مشران او قومندانان يې دتور ليست څخه  وايستل شي.په اساس د فرانسي کنفرانس  هغه وخت دسولي هيله کېدای شي چی مات شوی قدرت په لاس د طالبان/ پښتانه په حقیقت کی، د رشتیانی سولی له خاطره ښه نیت وښیي.

 په درنښت

ليکنه: عاليه راوي اکبر

اترك تعليقاً

لن يتم نشر عنوان بريدك الإلكتروني. الحقول الإلزامية مشار إليها بـ *