دسولی په راتګ کی مثبت تبلیغات ډیر رول لری

سوله مهمه ده

سوله ده چی هرچا ته ارامه ژوند وربښی، سولی ته هر زنده سر په خپل محیط کی ډیره اړتیا لری او هر یو لپاره حیاتی مسله ده، په خاص ډول انسان چی د پیدائښت نه تر مرګه پوری که غواړی چی هرڅه په سمه توګه ترسره کی نو دا  ټول کارونه یی سولی پوری مربوط دی، ځکه هغه خلک ډیر پرمختللی دی کوم چی په سولیزه فضا کی زندګی کوی.

هر چیرته چی سوله او امن وی، نو د هغه ځای وګړی هرڅه ته لاس رسی لری، د بیلګی په توګه د ماشوانو د روزنی نه نیولی بیا تر اقتصاده او حکومت جوړه ونی پوری، هر کس بل ته د هغه د حق قایل وی، د ورور ولی فضا وی او ټول وګړی سولییز ژوند کی شپی او ورځی سبا کوی.

له دی وجینه سوله په اسلام مبارک دین کی هو خورا زیات ارزشت لری او غوره عمل بللی شوی دی، او سوله د هر هیوادوال مسلم او ثابت حق دی.

په تیرو درینمو لسیزو کی

خو متاسفانه زمونږ هیواد د درینمو لسیزو څخه راپه دیخوا د ارام ساه نده اخستی، او د دی هیواد اوسنی ځوان نسل په جنګ کی پیدا او په جنګ کی لوی شو خو سوکالی په نظر رانغله، او داسی کور ډیر کم پاتی وی چی دغی غمیزو د غم په ټغر نوی کیښنه ولی.

خو افغان بی وسی او بیچاره  ولس د دغو ټولو ناکردو او ناخوالو سره هم د سوکالی ژوند په تمه ناست  دی، له د وجینه چی هر چا حکومت راغلی په دغه څو لسیزوکی نو افغانانو یی حمایت کړی دی په دی هیله چی سوله به ګران وطن ته راوړی، ولی هر نوی حکومت د دغه بیچاره او بی وسی ولس ددغه هیلو په پوره کولو کی پاتی راغلی، پرځای د دی چی د افغان ولس ته سوله او امنیت تامین کړی او د کار روزګاره زمینه ورته برابره کړی، حالات یی نور هم د بهران خواته بیولی دی او د ولس ستونزی نوری هم ورپسی ډیری کړی دی.

دسولی پټی او ښکاره هڅی

کله چی په روانه لسیزه کی یوځل بیا جنګ زور واخست او دواړه خوا یی اکثره قربانیان افغانان ول، په خاص ډول ملکی او بی دفاع خلک، نو په داخل او خارج کی بعض داسی منځلاری ول چی د سولی اراده یی لرله، هغوی د خپل مټ په قوت راولګیدل او دغه مسله جدی وڅیړله، او دواړو خواوته یی د سولی وړاندیز وکړ، ورته یی ثابته کړه چی د حل لاره جنګ نه سوله ده او باید سولی ته سر ټیټ شی ترڅو دا غمیزی ته د پای ټکی کیخودلی شی، د دغه منځلارو څخه چی مونږ په زغرده ویلی شوی یو هم د سولی غږ نړیواله (www.talkforpeace.org )ویب پآڼه وه، چی په هیواد کی دننه او بهر خپل نستړی کیدونکی کوششونه تر سر کړل ترڅو خکیلی ډلی قانع کړی او خبرو ته یی سره کیښنه وی،

دغو منځلارو ډير وخت راهیسی پټی او ښکاره  رسمی او غیری رسمی لیدنی وکړی ترڅو دواړه ډلی سولی ته وهڅه وی او  د اعتماد فضار رامنځته کی د خکیلو غاړو ترمنځ، بل اخره همداسی وشل او د تیرو کلنو په برتلی اوس ډیر کار شوی او دواړه خواوی اوس د یوبل خبروته لګ ډیر غوږ نیسی او امید دی چی نتیجه ورکی ان شاءالله.

د څو میاشتو راهسی

څرنګه چی د سولی هڅی او پټی خبری له ډیرو کلو څخه روانی وی خو څو میاشتی مخکی په اول ځل د سولیزی ناستی مطبوعاتو راووتلی، کله چی په قطر کی د طالبانو غړی  د خارجیانو سره په یو کانفرانس کی ګډون وکړ، په دغه کانفرانس کی د نورو خلکو په شمول د طالبانو د حکومت بعض پوښانیو غړو هم ګډون درلودو،

اوظاهرا دغه اول ځل ؤ چی طالبانو خپل دریځ مقابل لوری ته مخامخ وړاند کی، اګر که په حقیقت دینه مخکی هم ډيری ناستی شوی د دوی ترمنځ، خو مطبوعاتو ته نوی راوتلی،

خو دغه خبره هغه وخت د هر افغان تر غوږ ورسیده کله چی لګ روسته بیا په فرانسه کی یو بل کانفراس داییر شو، او د افغانستان د ډيرو ګندونو خلکو په کی برخه لرله، او طالبانو هم خپل استازی ورلیګلی ول او خپل د امارت رسمی  دریځ ( چی د پوښا په برتله پکی ډير نرمخت راغلی ؤ) ګډونوالته وړاند کړ چی بیا روسته د مطبوعات د لاری په ډیرو ژبو وژباړل شو او دنیا ولوته خپور شو.

له فرانسی د کانفرانس نه روسته سوله او طالب د هری رسنی اساسی موضوع وګرزیده په افغانستان کی، او د افغانی  لیکوالنو قلم هم د سولی باره کی لیکل او څیړل شروع کړل،

داچی سوله  په هره راډیو، تلیوزون، ورځپاڼه او ویب پاڼه کی عمده بحث موضوع شوه نو د افغانانو یی هم ډيری هیلی راپیدا کړی او ډیری خلکو د سولی خوبنه لیدل، په دی هیله که خیر وی پاتی ژوند  به نور سوکاله تیر کړو او د ورور وژنی به نور خلاص شو.

طالبانو شین څراغ

دی مطبوعاتی تبلیغ دومره اغیزی وکړی چی زه د څو کالو راهسی د طالبانو د اسلامی امارت ویب پاڼه ګورم چی کله وخت ولرم، (ځکه اکثره وخت خبره یو قسم وی او زمونږ کورنی او بهرنی رسنی بل قسم تعبروی او ناسم تبلیغات کوی) نو په تیرو څو کالو کی می په اول ځل د طالبانو په پاڼی کی د سولی په نامه (موږ داسلامي اصولو په رڼا کې په واقعیتونو بنا رشتینې سوله غواړو) مضمون ولوستو، او یقینا ډیر خوشحاله شوم او ځان سره می ویل ځکه خیر وی ورکه سوله نوره هیواد ته بیرته راځی، ځکه چی طالبانو هم شنه چیراغون ښکاره کړل .

دهر افغان حق

داچی د افغانستان ۹۹٪ وګړی مسلمانان دی، او هر یو حق لری چی د اسلامی اساسی قانون په رڼا کی  په خپل ګران هیواد کی د نورو سره یوځای ګډ ژوند وکړی، د نورو هیوادوالو په څیر خپل بچی ښونزی ته ولیګی، په خپل په مربوطه رشته کی کار وکړی او د هیواد خدمت وکړی، خو د تاسف ځای دی چی بعضی خلک د خپلو شومو اهدافو په خاطر خنډونه جوړه وی.

منفی تبلیغات

لکه څرنګه مو چی مخکی و ویل چی هر وخت د سولی هیله مند دی او د جنګ جکړو او کور ورانی او مهاجرت  څخه نور ستړی دی، ځکه دغه جنګو افغانانوته بغیر د ورور وژنی بل هیڅ کومه تحفه نه لرله، او افغان ولس نور دغه روان بهران ته د پای ټکی کیښودل غواړی، او د یو خپلواک، اسلامی او سولیز افغانستان غوښتونکی دی، دا چی بعض  هیوادوال خپلی ګټی د هیواد په نارامه فضا کی ګوری، او د خپلو دغه نامشروعه ګټو په خاطر د ملینونو افغانانو غم ورسره نشته،

نو د سولی دغه روانو هڅو د بندول په خاطر د ډوډول پرګرامونه له  لاری منفی تبلیغات کوی ترڅو خبری بی نتیجی شی او  په سمه توګه ترسره نشی .

چی په سر کی  نړیوالی معتبری بعض  ورځپاڼی دی، چی د شیطانو په شان یوه خبره واوری نو لس ورپسی د ځانه د تحلیل په نوم تړی، خو په حقیقت کی وجود خارجی نه لری، او کله د حقوق بشر تر نامه لاندی اندښنی خلکوت تلقینه وی، او د ښځو د لاسته راوړل شو حقونه د ضایع کولو مسله مطرح وی، ترڅو په یونه یوه لاره یا خو سوله رانشی او یا هم بیا تری تجربی تکرار شی لکه څرنګه چی د نجیب الله په وخت کی یوه تړون وشو، او افغانانو یوبل پسی چړی راوخستی.

 ولی د دی ترڅنګ زمونږ بعض  افغانی ورځپاڼو هم نستړی کدونکی هلی ځلی شروع کړی دی ترڅو د سولی خبرو ته یو خنډ پیدا کړی، او کله کله خو داسی پوچ او د حقیقت نه لری درواغ لیکی چی هر سلیم العقل انسان پری پوهیږی

یو هم له دغه پرګرامونه څخه ټولنیزه فیسبوک  ویب پاڼه ده، ذکر شوی ویب پاڼه په اوسنی وخت کی ډیره مهمه ده او د دغی لاری خلک ډير کارونه کوی، او په ټوله نړی کی ډیر استعمالونکی لری،

زمونږ هغه هیوادوال چی تعلیم او سواد لری او نه غواړی چی افغانستان کی ارامی راشی، نو د دغه ویب پاڼه له لاری په مختلفو ښه نومنو باندی سولی منفی تبلیغات کوی .

د دی ترڅنګ بعض رسنیزی ویب پاڼی هم شته چی یواځی په منفی تبلیغات لاسپور کړی بلکی د ویکلیکس کارونه شروع کړی دی، د بیلګی په ډول:

 اول ځل: یوڅو ورځی مخکی تاند یوه ویډ خپره کړه چی پکی افغان ملی وردو مړه طالب خپل ټانګ پوری تړی او کشه یی، چی ډیره بی اعتمادی د پیداکړه او کولیشی.

 دویم ځل: یوه بله ویډو  څو ورځی روسته په مطبوعاتو کی خپره شوه چی په ویډو کی یو د ملی اردو عسکر په ډیری بی رحمی ویل کیږی، او خواؤ شاه ورته ډیر شمیر کسان ولاړ دی چی په ظاهرا طالبان لیدلی کیږی ، چی دی ویډو هم ډیر منفی اثر لرلو.

دریم ځل: په یوه بله ویب پاڼه کی یوه ویډو راغله چی ملی وردو پکی د دری طالبانو مړی په برچو وهی او بدی ردی ورته وایی او همدارنګه لوټی، دغه کار چی ډیر زړه بوګنونکی دی او د هیڅ د بښنی وړ ندی، او د خکیلو ډلو ته د باعتمادی بل د خطر زنګ دی.

څلورم ځل: پرون بیا په تاند کی یوه بله ویډو راغله چی طالبان پکی  دری ملی اردو والا په ډزو سره وژنی، او د تاندی د لیکنو پر بنسټ چی ویلی ؤ، دا دهغه څو تنو طالبانو انتقام دی چی پلچرخی کی د تیر کال په اواخرو کی اعدام شول، دغه ویډو ته په کتو سره ویلی شو چی یو غټ جنایت دی ځکه اسلام کی د اسیر وژل ناروا دی او پدی هر سړی ډیر ښه پوهیږی.

اوس پښتنه دا ده چی:

ایا دا جنابتونه اوس  او پر لپسی شوی ؟ نو ځواب یی ظاهر دی او هغه داچی په بعضو ویډوګانو تقربیا دری کال تیر شوی، او همدارنګه پرلپسی هم ندی او د مختلفو ځاینو څخه دی، خو دوی اوس خپروی.

ولی؟ هدف یی څه دی؟

زما په نظر دا صرف او صرف دی لپاره کوی چی د خکیلو ډلو ترمنځ چی کمه فضا رامنځته شوی هغه لمنځه یوسی، او بلکل خبروته لاره پیدانشی، ځکه داسی خلک خپلی  شخصی ګټی په ملی ګټو مقدمی بولی او د دوی شخصی ګټی په جنګ او جګړ کی وینی نه په سوله کی.

وړاندیز

داچی سوله د ټولو مخلوقاتو لپاره حیاتی مسله ده، او هرچا طبعی غوښتنه ده، او انسان تر بل هر مخلوق زیات سولی او تامین ته اړتیا لری، ځکه انسان په ځمکه د الله تعالی خلیفه دی، او انسان دا ځمکه ابادولی شی او هم یی ورانولی شی، ځکه انسان په اوس وخت کی ډیر څه په اختیار کی لری،

داچی مونږ افغانان درینیمی  لسیزی په اور کی تیری کړی او دسولی د دغه لوی نعمت نه بی برخی یی یو، او د جکړو ډیر بدی خاطری له ځان سره لرو، دا داسی نده چی جنګ د افغانانو په برخه رسیدلی دی بلکی څو لسیزی مخکی زمونږ پلرونو ډیر شه ارامه او سوکاله ژوند درلود، او په ټول هیواد کی به چیرته جنګ او جګړی چا نوم هم نه اخسته، او نه چیرته داسی ورور وژنه وه،

ګرانو هیوادوالو، داچی جنګ یوه بدبختی ده او د څو لسیزو زیګنده ده زه مونږ په هیواد کی او اصل چی دی هغه سوله ده، نو راځی چی سوله حاکمه کړو او جنګ محکوم کړو.

د خپلواک اسلامی افغانستان په هیله.

په درناوی

میاخیل

۲۰۱۳/۰۱/۲۷ کولالمپور، مالیزیا

One Response to دسولی په راتګ کی مثبت تبلیغات ډیر رول لری

  1. يقول polo ralph lauren:

    I think this is a real great article post.Much thanks again. Want more….

اترك تعليقاً

لن يتم نشر عنوان بريدك الإلكتروني. الحقول الإلزامية مشار إليها بـ *