دافغانستان دستونزی عوامل او دحل لاری

داچه زمونږ ګران هیواد د اسیا په داسی ځای کی قرار لری چه دزړه حیثت یی غوره کړی ده او داسیا دکنترول دپاره دافغانستان کنترولول یو اساسی ضرورت دی په همدی اساس دتاریخ  په اوږدو کی مختلفو استعمارګروددی غیرتی خاوری د نیولوخوبونو ته دعمل جامی ور اغوستلو کی خپل ارمانونه ګور ته دځان سره وړی دي دهمدی استعماری مداخلو په پایله کی افغانستان داوسنی ستونزمن حالت سره مخامخ دی ددی ټولو ستونزو دعواملو دڅیړلودپاره دغه فکتورونه په دری برخو ویشل کیدای شی چه هر یو یی په خپل وار ددی ستونزی په پیداکیدو کی پوره ونډه لری دغه فکتورونه په لاندی ډول څیړل کیږی .

۱.دافغانستان دستونزی داخلی فکتورونه:

د افغانستان دستونزی داخلي فکتورونه په اصل کی دنړی والو اوسیمیزو فکتورونو زیږنده دی په لاندی ډول تشریح کیږي

۱.دملت جوړونی پروسی ته لازمه توجه نه کول۲. ددولت دناسمو کړنلارو له امله د حکومت او خلکو تر منځ دفاصلی زیاتوالی.

۳.په دولتی سیستم کی دمکافاتو اومجازاتو نه موجودیت.

۴. په چارو ګمارل د روابطو په واسطه نه دضوابطو.

۵.دپروژو په سر ته رسولو کی د اولیتونونه تطبیق کول.

۶.د امنیت دوامداره نه شتون.

۷.د هیواد په کچه دینسټیزو جوړښتونو نه رغول.

۸.دافتصاد اوټولیز پرمختګ کمزورتیا.

۹. د اداری فساد پراخ موجودیت.

۱۰.دبی سوادی کچی لوړوالی.

۱۱. دهیواد په کچه کارونو کی کمیت ته په کیفیت باندی فوقیت ورکو ل.

۱۲. د هری ورځی په تیریدوسره نظام کی د مافیایی بانډونو مسلط کیدل.

۱۳.دهیواد په سیاسی ډانچه کی دسیمو او قومونو نا انډولي.

۱۴. افغانی ټولنه کی دپنسټ پالنی روزل او دود کول.

چی دهمدی بنسټ پالنی په واسطه زمونږ ازلی دښمنان د افغانستان ملی ارزښتونه ګواښوي .

دوهم دافغانستان دستونزی سیمیز عوامل:

زمونږ  ګران افغانستان په داسی سیمه کی موقعیت لری چی د۱۹ عیسوی پیړی په اوږدو کی دانګریزی استعمار دخوا  دستر پښتون اوتاریخي بلوچ قومو نو په ویش سره زیاتی جعرافیوی ستونزی رامنځ ته شوی دوخت په تیر یدو سره دهغوی پنجابی ځای ناستو په سیمه کی نوی ستونزی وزیږولي او دسیمی دپرمختګ په لار کی خنډان را ولاړ کړل چی له امله یی سیمه کی دصبر،زغم او برداشت په ځای پنسټ پالنی ،عدم برداشت او مذهبی جنون رشد وکړ ددی هر څه پایله داشوه چه دسیمی میشت قومونه په ځانګړی ډول پښتانه داقتصاد، کلتور، پوهی ، صنعت، ټیکنالوژی او نړیووالو اړیکو کی دنوری نړی نه شاته پاتی شي همدا شاته پاتی والی دپاکستان چارواکو (فوځی او استخباراتی) دځان پاره غنیمت وګاڼه او ساده بی علمه پښتانه یی سترا تیژیک ژورتیا ته درسیدو د پاره قر بانی کړل او هم یی اذاد قبایل د سیمی نا امنه کولو سره دپنجاب تر واک لاندی راوستل ددی لپاره چی پنجاب داینده لپاره پښتانه په اسانی سره خپلو موخو ته درسیدو دپاره استعمال کړی په لر اوبر کی ښونځی داورپه لمبو سوزوی اوپښتانه په لوی لاس دجهالت کندی ته ټیل وهی دبل طرفه سیمه کی مذهبی ،کلتوری،ژبني او اقتصادی سیالی د افغان ستونزی د اوږدیدوباعث ګرځیدلي اوهر هیواد خپل رقیب ته افغانسان کی دجنګ جبهه خلاصوی هغه دایران نه واخله تر سعودی پوری.

دریم دافغانستان دستونزی نړیوال فکتورونه:

داچه افغانسان دمنځني ختیځ ،جنوبي او مرکزي اسیا تر منځ دیو پله رول لوبوي نو همیش ددی مهم ستراتیژیک موقعیت لرلو دوجهی دنړیوالو استعماری قوتونو تر مستقیم یرغل لاندی راغلی اوخپل هدف ته درسیدو دپاره یی دافغانستان قبضه کول اړین ګڼلی ترڅو ددی مهم ستراتیژیک موقعیت نه په استفادی نړی تر خپلی ولکی لاندی راولی داهر څه د یونان سکندرمکدوني،چنګیز،ګوډ تیمور،د بر طانیی شیطانی صفته استعمار،روس ،ننی غربی نړی اوداسی نورو د تیرو کړنو څخه په ډاګه کیږي چی دوی هر یو په خپل نوبت دافغانستان څخه دخیز دتختی کار اخستی خو داچی افغانان په اذادی مین ملت دی نو دوی یی موخی ته درسیدو نه دمخه ددی تختی څخه غورځولی دی چی بیا استعماری قوتونودغچ اخستلو په خاطر دی غیرتي ملت ته اوږد مهاله ستونزی را پیدا کړی دی چی یو ښه مثال یی دانګلیسی استعمار دغچ اخستلو دپاره دستر ویاړلی پښتون قوم په سینه دجبر کرښه( ډیورن لاین) تیریدل دی چی تر اوسه ددی کر غیړنی کرښی له امله سیمه نا امنه او د پښتون قوم وینه بی حسا به تویږی اودانګلیس ځای ناستی دپښتون په سر سودا کوی کله یی په یو او کله یی په بل اذاد بازار کی پلوري او دی کړنی ته د ادامی دپاره دا قوم د علم اوپوهی نه لری ساتی او دبنسټ پالنی په روحیه یی روزيۍ

ددی دری واړو فکتورونودحل لاری چاری:

دافغانستان دستونزی دداخلي فکتورونو دله منځه وړلو دپاره باید دهیواد موجوده چارواکی دځمکنی حقایقو په بنیاد پالیسی او ستراتیژیک پلان جوړ کړی او د ستونزو دکموالی دپاره دی دښه حکومت والی،عدالت، امنیت او اقتصادی او ټولنیزپرمختګ دپاره پیاوړی ګامونه اوچت کړی اوخلکو ته په  ښه خدمت کولو سره دی ددولت اووګړوترمنځ موجوده واټن راکم کړی چی پایله کی به دخارجی فشار مقابل کی افغانستان ښه دریځ ولري بله دا چی فقر دغلامی حلقه ده نو ددی حلقی څخه دخلاصون دپاره باید افغانستان دمصرفی هیوادڅخه په تولیدی هیواد بدل شی چی دی موخی ته درسیدو دپاره باید بنسټیزجوړښتونه په کم وخت کی جوړ او ورغول شی .چی دی سره دهیواد اقتصاد پرمختګ کوی کوم سره چی به امنیت هم بهتر شي.دسیمیزو فکتورونو دله منخه وړلو دپاره دهیواد استخبارت باید دسیمی په کچه فعال شی تر څو دهیواد د دښمنانو افغان دښمنه پلانونه په هسته کی حنثیّ کړی دبل طرفه دپښتونخوا ملی ګوندونه اوقومی مشران چی افغان پاله احساس لری باید تقویه شی اودهغوسره دی په ګډو هڅوپښتني سیمه کی دصبر ،زغم او اعتدال دپاره هلی ځلی پیل شي اوهم دی دډیورن کرښی څیرمه سیمو کی دپرمختیا دپاره زیاتی پنسټیزی پروژی عملی شی چی له امله به یی دسیمی خلک مصروف او دهمسایه استخباراتودجال څخه به دهمیش دپاره خلاص شي اودوخت په تیریدو سره به دسیمی دښه اقتصادی رشد دوجهی اشغال شوي پښتانه قومونه به داذادی او دهیواد سره دپیوستون دپاره پاڅون ته وهڅیږي کوم چی دپښتون قوم اصلی هدف دی.

دنړیوالو فکتورونو سره دمقابلی دپاره فغاله خارجي پا لیسي جوړول اړینه خبره ده اوهم دی دهیواد سیاسی ، کلتوری، اقتصادی او فوځی جوړښتونه په بنسټیز ډول ورغول شي ترڅو اینده کی زمونږ دهیواد څخه څوک په اسانی دخیز دتختی استفاده ونه کړي .

ډاکټرزرعلي(معروف)

۹سنبله ۱۳۹۱ه،ش

جلال اباد

افغانستان

اترك تعليقاً

لن يتم نشر عنوان بريدك الإلكتروني. الحقول الإلزامية مشار إليها بـ *