د ديني عالمانو د فتوا صادرولو غونډې وسله وال سخت وار خطا کړي دي

شنبه, 19.01.2013

 خدمتګار پخپله ننۍ ګڼه کې دې موضوع ته کتنه کړې چې ویل کېږي په کابل کې کېدونکې د ديني عالمانو د فتوا صادرولو غونډې وسله وال سخت وار خطا کړي دي. خدمتګار ليکلي،  د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر تيره ورځ په كندهار ولايت كې د خپلو خبرو پرمهال وويل، له پاكستان د فتواو زېږنتون جوړ شوى چې د افغانستان د جنګ د اوږدولو او د عامو افغانانو د وژلو لپاره نوې نوې فتواګانې صادروي.

ستانكزي، چې د كندهار ولايت له والي، ولايتي شورا او د سولې د ولايتي کمېټې له غړو سره خبرې کولې، وويل چې افغان ديني عالمان په پلان کې لري، چې په نژدې ورځو کې د ځانمرګو بريدونو او د بې معنى جګړې پر ضد فتوا صادره کړي، خو د کويټې شورا دغه ديني عالمانو ته خبردارى ورکړى چې په غونډه کې له ګډون وروسته يې و وژني.

ستانکزى وايي چې د ديني عالمانو د فتوا صادرولو غونډې وسله وال او هغه کړۍ، چې د دوى تر شا ولاړې دي، سخت وار خطا کړي دي.

په نږدې راتلونكي كې د افغانستان د عالمانو په ګډون د نړۍ له بېلابېلو اسلامي ادارو څخه كابل ته ديني عالمان او مفتيان رابلل شوي چې د افغانستان حالاتو ته په كتو د روان جنګ د جايزتوب او ناجايزتوب په اړه فتوا صادره كړي. وسله وال طالبان وېره لري چې دغه فتوا به د عامو افغانانو په منځ كې د دوى د جګړې د دوام لپاره منفي ذهنيت لا پياوړى او د ملګرو روزل شوې روحيه به يې كمزورې كړي.

د ستانكزي په خبره پاکستان غواړي چې هره فتوا له خپل هېواد څخه په خپله ګټه صادره او په افغانستان کې جګړه دوامداره وساتي.

په جوړه شوې غونډه کې کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا وويل چې د سولې شورا دې هڅه وکړي، څو د مدني ټولنو ملاتړ خپل کړي او په ګډه د سولې را وستلو لارې چارې وسنجوي.

هغه وويل چې داسې رپوټونه يې تر لاسه کړي چې په پاکستان کې دننه ځينې مدني ټولنې غواړي چې په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره تبليغات وکړي، خو په کار ده چې دولت يې مالي ملاتړ وکړي.

 

Note: the bellow article is the answer almost from Taliban side, because it’s written by Baynziasiab, who is the regular writer of www.nann.asia.com,  so both files are copied in one.

الحاج استاد بیانزی

[ Saturday, 19.01.2013, 12:14 PM ]

د دینی علماوو د فتوی صادرولو غوندی وسله وال سخت وارخطا کړی دی

اول خو دا خبره چه دواړه خواوی وسله وال دی او هغه وسله وال چه ګله ورته مخالفین ویل کیږی د هغو وسلی خو د نړی له ۴۸ ملکونو څخه کمی او بی کیفیته دی نو دا چه دوی وایی وسله وال یی وارخطا کړی دی ( ۴۸ ) ملکونو څخه مطلب دی او که ځنګه ؟
دوهم ، که دغه علما هغه علما وی چه د کمونستانو وخت کی به روسانو او د هغو لاسپوڅو د مجاهدینو په ضد فتوی ورکولی ، وی نو بیا چه دهغو خرڅ شوو ملایانو فتوو مجاهدین نه یواځی مات نه کړی شو بلکه نور یی هم مجاهدینو ته ګته وکړه نو بیا دا خرڅ شوی علما به څه ګته وکړی .
دریم ، مونږ د وسله والو د وارخطایی خبره د تش په نامه د سولی د چرګی د عالی شوری د معاون له خولی اورو کوم چه د کمونستانو وخت کی لوړ بوړی کمونست وو او اوس د سولی د شوری ریس یا معاون دی ، له یوه خوا خو ده ته په کمونستی نظام کی ددی ډول علماوو د پ فتواګانو پټه وه چه کمونستانو ته یی تاوان وکړو نو اوس به څرنګه څوک وارخطا کړی او دوهم دده د پاره دا دوه مخی او شکار ه منافقت نه دی چه له یوی خوا د سولی ریس دی ( د سولی کسان باید اړخ ونه نیسی ) او د بلی خوا داسی بوچی او سپکی سپوری وایی دا ځکه چه دده ماغزه اوس هم له هماغه الحادی مفکوری ډک دی ؟
زه به ډیر خوشاله شم که ماته زما د نیوکو ځواب راکړی شی او که نه دا هسی د خلکو تیرویستنه ده

اترك تعليقاً

لن يتم نشر عنوان بريدك الإلكتروني. الحقول الإلزامية مشار إليها بـ *