څه ډول د کورنۍ جګړې مخه نیولی شو

نظرمحمد مطمین-د امريکا څخه د ښاغلي کرزي له راګرځيدو وروسته د نړۍ ميډيا پر يوه خوله داوايې چي د ناټو پوځونو چي په سرکي يې امريکا ده تروتلو وروسته به د افغانستان امنيتي حالت ډير خراب او دغه حالت د تشويش وړ دي.

دا ډول د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه هم د افغانستان امنيتي مسئلو ته ځانګړي شوي وه، په غونډه کي مهم ټکي چي بحث پري کيدی، داوو چي څه ډول د افغان عسکرو له خوا د ناټو عسکرو ويشتل کم کړي او دا ډول د خپلو پوځونو د ايستلو نيټه او خونديتوب. ورسره ورسره پر دي هم بحث وشو چي که ناټو چي امريکايې مشري کوي پوځونه له افغانستان څخه ؤځي دلته به بيا ځل د نوېيمو کلونو په ډول کورنۍ جګړه پېل کيږي. ددي دمخنيوي له پاره هم خبري وشي،خو دغه موضوع ډيره تته او بې نتيجي يې بحث پای ته ورسيد.

د وسلوال مقاومت په ګډون په افغانستان کي دننه او بهر ګرده ډلي ويره لري چي د بهرنيو يرغلګرو له وتلو سره به بيا امنيتی حالت خراب او کيدای شي په ډيرو سيمو کي کورنۍ جګړه پېل شي.

له ۲۰۱۴ وروسته چي بهرني يرغلګر به له هيواد څخه وځي موږ څه ډول کولای شو چی د کورنۍ او افغانانو د خپلمنځي جګړو او بدبينيو مخه ونيسو، ددي له پاره په کار ده چي د وسلوال مقاومت او کرزي اداري په ګډون ټولي ډلي سر له اوسه لاس په کار شي. ترڅو د امريکايانو تر وتلو وروسته د روسانو دوتلو هغه ترخه تجربه بيا ځل تکرار نشي.

افغانانو هروخت جګړه ګټلي خو دحکومت په جوړولو او سياسي تګلاره په سم ډول پرمخ بيولو کي ناکام پاتي شوي دي.

راځئ د مغولو، سکندرمقدوني، انګريزانو او روسانو د ماتي او له هغه وروسته د يو مستحکم او په ځان بسيا حکومت نه جوړيدو لاملونه وڅيړو، او دخپلو تيرو تيروتنو څخه په استفاده سر له اوسه لاس په کار شو، ترڅو د امريکا ترماتي وروسته په هيواد کي د ګډوډي، ناامني، کورنۍ او خپلمنځي جګړي مخه ونيسو.

د يرغلګرو تروتلو وروسته د ناامني، ګډوډي، کورنۍ او خپلمنځي جګړو د مخنيوي له پاره لاندي ځينې ټګي اړين بولو چي ټولي خواوي يې په پام کي ونيسي ترڅو ددغه ډار او ويري مخنيوی مو په خپل وخت کړی وي.

1.      ټول لوري په پوره ليوالتيا او ژمنتيا سره دي ته ژمن شي چي په رښتوني توګه څه ډول د ۲۰۱۴ څخه مخکي او وروسته حالاتو د خرابيدو مخنيوی وکړي.

2.      ټول لوري ددغه حالت د مخنيوي له پاره دخپلو ډلو څخه پوه او تجربه لرونکي کسانو ته دنده وسپاري چي تر۲۰۱۴ مخکي او وروسته د حالاتو د خرابيدو څخه څه ډول مخنيوی کولای شي.

3.      په يوه ټاکلي موده کي د ډلو او ګوندونو د حالاتو د څيړني کميسونونه خپلي څيړني، راپورونه او حل لاري چمتو او خپل مرکزي دفتر ته يې وسپاري.

4.      په هيواد کي دننه او بهر د ټولو ډلو په نظر اخستلو او نظرکي نيولو سره داسي علمي او پوه کسان انتخابول (ګډکميسون) چي دغه چمتو شوي، څيړني، راپورونه او حل لاري وڅيړي او پردي پوره او بشپړ بحثونه او ناستي وکړي، دا ډول دغي پروسي ته نوره پرمختيا هم ورکړي، دعام افغان ولس، علماوو، روحانيونو، روشنفکرانو او قومي مشرانو نظرونه هم د ګرديو ميزونو او څیړنيزو کنفرانسونو په نتيجه کي راټول او بيا د ۲۰۱۴ څخه مخکي او وروسته ګډوډ،او ناامنه او بي ثباته حالت ته يوه دحل لاره پيداکړي. وروسته خپله حل لاره د ذيدخلو لورو سره شريکه دهغوي نظر پکې دوهم ځل لپاره بيا وغوښتل شي.سموني، اړيني کموني او زياتوني پکي وشي، دا ډول ټولو لورو ته قناعت ورکول شي، چي د افغانستان دبحراني حالت د مخنيوي په خاطر له دغي تګلاري څخه ملاتړ او په عملي کولو کي يې د ناپېیلي او بي پرې کميسون مرسته وکړي.

5.      دغه ناپېيلی کميسون به د مخالفو ډلو ترمنځ د اعتماد او باور د رامنځته کيدو له پاره هم هلي ځلي کوي، ترڅو په راتلونکي کي د يو بين الافغاني او ګډ حکومت له پاره د مخامخ خبرو دروازه پرانيزي

6.      داچي شمالي ټلواله د امريکايانو د وتلو په صورت کي د وسلوال مقاومت څخه ويره لري،نا پېیلی کميسون بايد هڅه وکړي چې وسلوال مقاومت دي ته چمتو کړي، ترڅو شمال ټلوالي او په هيواد کي دننه نورو ډلو ته دهغوی د مشروع او روا حقوقو د خونديتوب ضمانت ورکړي.

7.      ناپېيلی کميسون له دندو څخه به يوه داهم وي چي د امريکا له شتون سره موافق لوري وهڅوي او ويې پوهوي چي د يرغلګرو په شتون کي د هيواد سوکالي، امنيت او پرمختګ نشي کیدای، او هیڅکله بهرنيان نه غواړي چي يو مستحکم او قوي افغانستان د يوه ځواکمن جمهوررئيس په لرلو سره وويني.

8.      کميسون بايد له ګاونډيو هيوادونو سره هم ناستي ولري او هغوی ته ډاډ ورکړي چي يو سوکاله او ارام افغانستان ددوی په ګټه دي او پر زيان يې نه دی، دا ډول هغوی وپوهوي چي افغانان د ګاونډيو د مشروع ګټو مخالف نه دي، بلکه د ګاونډيو هيوادونو د نامشروع غوښتنو او په غوښتنو کي دحرص سره موافق نه دي.

9.      محلي پوليس (اربکيان) چي د کورنۍ جګړي، قومي او ژبني تعصبونو ته د لمن وهلو په موخه جوړيږي، دهيواد په ټولو سيمو کي علماء په مسجدونو او قومي مشران يې په کليو کي د مخنيوي له پاره کار وکړي، دا ډول د اربکيانو وروستني خطرونه او ستونزي افغان ولس ته ښکاره کړي. او دغه ولس وپوهوي چي اربکيان د امریکايانو تروتلو وروسته د خپلمنځي جګړو په موخه مسلح کيږي.

10.  په ټول هيواد کي د ښووني او روزني بهير ته پام ، ترڅو د هيواد ټول ماشومان زده کړو ته لاس رسی ولري. د ښوونځيو تړل او سوځول بندشي.

11.  د کورنيو او بهرنيو رسنيو د لاري ګډکميسون، علماء، قومي مشران او سياسي پوهان ولس د ۲۰۱۴ څخه مخکي او وروسته د کورنۍ جګړي او ناامني له خطرونو څخه خبرول او له دي لاري په افغان ولس کي کار کول ترڅو ددغي ترخي تجربي بياځل مخنيوی ؤشي.

12.  ګډکميسون به دنده ولري چي په لويو کليو، ولسواليو،او دا ډول په ولايت کي خپله شوری ولري، ترڅو دهمدي شوری ګانو د لاري د ګډ کميسون پريکړي په ولس کي عملي شي، او همدغه شوری ګاني به په خپلو سيمو کي د ګډوډي د مخنيوي له پاره کار کوي او مسؤل به وي.

13.  سيمئيزي شوراګاني به ښه او بد ټول مسلح شوي ګروپونه او کسان په نښه کوي، او دهغوی سره به د اړتيا پروخت کښيني، له ښو څخه به مرسته غواړي او ناوړه مسلح کسان به هڅوي چي له خپلو ناوړه کړنو څخه لاس واخلي.

14.  ګډکميسون او شوری ګاني دګډوډي د مخنيوی له پاره بايد ځانګړي خپروني ولري، لکه ورځپاڼه، مجله او په سيمئيز ډول سره بروشرونه خپاره کړي، په ټولو خپرونو کي بايد د هيواد د ګډوډي لاملونه او زيانونه ولس ته جوت او ولس پري وپوهول شي، دا ډول دهمدي خپرونو د لاري له خلکو څخه وغوښتل شي چي د ګډوډي څخه مخنيوي وکړي او د يرغلګروقوتونو له وتلو وروسته د يوې سالمي اداري پر راوستلو کي مرسته وکړي.

15.  که ممکن وي چي د اسلامي هيوادونو په مرسته ګډ کميسون او شوراګاني مرکزي ټلويزون او راډيو هم ولري او دا ډول سيمئيزي راډيوګانو او ټلويزوني خپروني هم ولري. او له دي لاره افغان ولس ته د ګډوډي او کورني جګړي څخه دمخنيوي په موخه خپروني وکړي.

16.  دګډ کميسون بوديجه او مصارف دي  د اسلامي کنفرانس دلاري څخه دلويو او کوچنيوګردو اسلامي هيوادونو څخه وغوښتل شي.  او ددي له پاره دي دګډ کميسون مرسته ټولي خواووي وکړي.

17.  که چيرته د ګډکميسون له پاره بوديجه او مصارف پیدانشي، ټولي شکيلي خوواوي دي د ګډ کميسون سره د دوی د مالي توان په نظر کي نيولو سره بوديجه او مصارف چمتو کړي.

18.  که شکيلي خوا وي هم د بوديجي او مصارفو ورکولو کي ستونزه ولري او يا خو کم مصارف ومني، ګډ کميسون دي د خپل افغان ولس او په ځانګړي ډول سره د شتمنو هيوادوالو څخه مرسته وغواړي او له دي لاري دي خپل ډير اړين امکانات برابرکړي، او پر لږو مالي امکاناتو دي بسنه وکړي. داسلامي، افغاني او هيوادني په کلکه او لوړه روحيه دي همدي لږو امکاناتو په درلودلو سره ډير کار وکړي.

19.  د ګډ کميسون جوړولو باندي دي ټولي شکيلي خواوي سمدستي کار پېل کړي، او دګډ کميسون کار ته دي پرته له شرايطو څخه اجازه ورکړل شي. د يرغلګرو په شتون او د امريکا له وتلو وروسته دي ددغه کميسون په کارونو کي لاسوهنه نه کيږي ترڅو  د ګډوډي مخه ونيسي او د يوي سالمي او ټولو افغانانو ته د قبول وړ اداري له پاره لاري چاري ولټوي.

20.  دګډکميسون مشر بايد چي په جنګي او نورو ناوړه جرمونو ککړ نه وي، دا ډول په اختلاس، فساد او د هيواد په ګډوډي تورن نه وي، داسي شخص وي چي علمي پوهه او ښه ماضي يې پردي دلالت وکړي چي په رښتوني ډول سره اسلامي ارزښتونه، د هيواد او ولس ګټي اهميت ورته لري. او ترټولو مهم اولوی صفت يې تقوی او وړتيا وي.

 

او بالاخره دا اړينه ده چي هر افغان وګړي د ځان مسؤليت وګڼي چي د ۲۰۱۴ څخه مخکي او وروسته د ګډوډي ، ناامني او کورنۍ جګړي د مخنيوي له پاره کار وکړي او دامريکا تروتلو وروسته بياځل د روسانو دو تلو په ډول ترخه تجربه تکرار نه شي.

اترك تعليقاً

لن يتم نشر عنوان بريدك الإلكتروني. الحقول الإلزامية مشار إليها بـ *