د سولې ستراتیژي باید پر شواهدو ولاړه وي نه پر هیلو – مایکل سیمپل

د مایکل سیمپل د مقالې پښتو ژباړه

طالبانو تیره اونۍ مسکو ته د خپل پلاوي رارسیدل په پراخه توګه پر رسنیو خپاره کړل. دوی پر خپله ویبپاڼه د ملا برادر او نور ملګرو انځور خپور کړی او “فاتح” یې ورته لیکلي دي. په داسې حال کې چې د حامد کرزي انځور هم ورسره څنګ کې شته چې اندیښمن ښکاري خو بیا یې هغه ته د اشغالګرو “ملګری” لیکلی دی. د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي ګډون دا څرګندوي چې د طالبانو مشرتابه خبرو ته غاړه ایښودلې ده. خو دا هم باید واضح کړل شي چې ایا واقعاً داسې شواهد شتون لري چې نوموړي تحریک به په واقعي مانا سره سولې ته غاړه ایښودلې وي؟ دې خبرې ته په پام سره چې طالبان لا هم خپله تبلیغاتي تګلاره د فاتح، ګوډاګي او د اشغال د موضوعاتو پر بنسټ مطرح کوي، په حقیقت کې د سولې په بهیر کې څومره پرمختګ رامنځته شوی دی؟

پر سولې هر ډول بحث باید د دې خبرې له منلو څخه پیل شي چې جګړه لا هم یو ورځنی ناوړه حقیقت دی. په هیواد کې د تاوتریخوالي پیښې لا هم په نه بدلیدونکي ډول تکراریږي، چې د جګړې د تداوم په مانا دي. د بیلګې په توګه د روژې د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې په اچین کې داعشیانو پر طالبانو بریدونه وکړل، دواړه طالبان او داعش په کابل کې ځانمرګي بریدونه ترسره کوي، طالبانو هڅه وکړه چې ۔۔۔ نور ولولی د افغانستان د چارو مرکز  باندی

اترك تعليقاً

لن يتم نشر عنوان بريدك الإلكتروني. الحقول الإلزامية مشار إليها بـ *