زموږ تګلاره

الله تعالی ټول کائنات  د یوه ځانګړي هدف لپاره پیداکړي دی .

په کائناتو کې يي انسان تر ټولو غوره مخلوق دی او له همدې امله ورته  د الله  جل جلاله  له لوري په ځمکه کې  د خلافت مسؤلیت سپارل شوی دی.

انسان د الله تعالی په نورو مخلوقاتو کې مسؤل او هدفمند مخلوق دی ، د هغه ژوند ، دهغه کړه وړه او د هغه  ټول سیاسي او اجتماعي  فعالیتونه  باید مشخص اهداف ولري.

مونږ ګورو چې په نړۍ کې مختلف سیاسي تشكيلات اوسازمانونه   د ځانګړیو موخو او اهدافو

لپاره ایجاد شوي دی ، او د خپل سیاسي بهیر لپاره  یې ځانته معین اهداف ټاکلي دي .

د هر سياسي  جوړښت او بنسټ  له موخو ، اهدافو او تګلارې څخه د هغه ماهیت  او لید لوری معلومیږي.

د سیاسي سازمان او تنظیم لپاره  تر هرڅه  له مخه  د اهدافو ټاکل ډیرضروري اواړین دي.

د اهدافو په تشخص او تعین کې خود بخوده  د سیاسي تنظیم د تاسیس عوامل او انګیزه هم ښکاره اوجوتیږي .

د اهدافو په ټاکلوسره  د سازمان  او سیاسي تشکل  دفعالیت ځانګړتیاوې هم مشخصې او روښانه کیږي ، پلویان یې له تردد او تزلزل څخه  ژغورل کیږي او دخپل معلوم  مسیر او تګلاري د طي کولو لپاره مخ په  وړاندې حرکت کوي .

د افغانستان  د طالبانو اسلامی تحریک  چې د هیواد دموجودو سیاسي جریانونو له جملې څخه  دیوه فعال سیاسي قوت  په حیث دخپل قدرمن اوعزتمن ولس له غیږي را دانګلي دی خپلې موخې او تګلاره  په لاندې ډول څرګنده وي:

۱ـ دټولو خارجي تیري کوونکو له اشغال څخه  دخپل هیواد د بشپړي آزادې او خپلواکي لپاره دخارجیانوپه ضدسیاسي اوجهادي مبارزه کول .

۲- په خپل هیواد کې دیوه جامع ،افغان شموله ملي اسلامي نظام حاکمول.

۳ـ د ملي اسلامي نظام دحاکمیت تر سیوري لاندې د ملت  د هوسايي، ترقي او پرمختګ لپاره کار کول.

۴ـ د مذهب او قانون په چوکاټ کې د ټولنې ټولو افرادوته  د هیواد د ملي زعامت په تعین کې حق ورکول

۵- په هیواد کې د سراسرې سولې تأمینول اود جګړې او د هغې د عواملو له منځه وړل  .

۶ـ د هیواد دټول ولس  د اتحاد، اتفاق  او همبستګي  لپاره  دټولو ممکنه اسبابو، وسایلو اوهڅو په کار اچول .

۷ـ د افغانستان  روانې لانجې اومعضلي ته  د بین الافغاني تفاهم  او ډیالوګ له  مخې حل لاره پیداکول .

۸ـ د هیواد  د وروڼو میلیتونو ترمنځ  د ورورولۍ ، یووالي  او  وحدت ،په صورت کي دګډ کار لپاره زمینه برابرول.

۹ـ د هیواد د وروڼو میلیتونو له منځه د بي اتفاقي ، اختلاف، کرکي، نفرت او بیل والي عوامل له منځه وړل.

۱۰ـ د هیواد  دټولو اقشارو له منځه  د تنظیمي ، لساني ، منطقوي او نژادي  تبعیضونو  ختمول .

۱۱ـ په ټولنه کې د هر ډول فساد، منکراتو، اواخلاقي انحرافاتو محو کول

۱۲ـ د نوي نسل د سالمې روزنې لپاره د تعلیمي نصاب محتواء  اوچته عیارول ،اودتعلیم سطح په ښاري اوکلیوالوسیموکي لوړول .

۱۳ـ  د هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره دبنسټیزو زیربنايي تأسیساتو ښه  احیاء اوفعالول .

۱۴ـ  د مسلکي کادرونو تر نظارت لاندې دهیواد د طبیعي زیرمو د استخراج لپاره ښه پلان جوړول اوعملي کول .

۱۵ـ  د مخدره توکو کښت، تولید او قاچاق له منځه وړل  او په بدل کې یي دهیواد زراعت اومالدارۍ ته وده ورکول .

۱۶ـ زموږ یوموټی ګران هیوادافغانستان له هرنوعه تجزیي څخه ساتل اودتجزيي ټول عوامل له منځه وړل .

۱۷ـ په هیواد کې دننه دټولو نا خوالواوکړکیچونودختمولو اودائمي سولي اوثبات دتأمینولولپاره ټولوامنیتي ارګانونوته پرملي روحیه ښه تربیت ورکول .

۱۸ـ د هیواد له استقلال او حاکمیت څخه د دفاع لپاره په ملي اواسلامي روحیه سمبال ملي اردو تربیه کول .

۱۹ـ  له بهرنیو او ګاونډیو هیوادونو سره دعلیا مصالحو د ساتني او رعایت  په صورت  کې د حسنه اړیکو او روابطو قائمول .

موږ  زیار باسو د پورتنۍ  تګلارې په عملي کولوسره د خپل ولس  اوږد مهاله ملي آرمانونه پوره اومړاوي هیلي ژوندۍ کړو.

ښایې په دې سخته  لاره کې به  زموږ انساني وس او طاقت کم  وي ،خو له الله ج څخه  د کامیابي هیله لرو .

د مقتدر څښتن  په معاونت او بیا دخپل ولس په ملاتړ سره انشاءالله موږکولای شو چې ټولو ستونزوته دپای ټکی کښیږدو، جګړه ځپلی هیواد د تجاوز او جګړو له شره پاک  او د ټولو افغانانو په  خوښه منځته راغلی اسلامی ملي نظام کې  دامن او سوکالۍ ژوند پیل کړو .   والسلام علیکم ورحمةالله ،…………….

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>