راتلونکی ټولټاکانی به ترکومه عادلانه او شفافی وی؟

بسم الله الرحمن الرحیم

په ټوله نړی کی انتخابات یو منل شوی حقیقت دی او څوک تری انکار او سترګی نشی پټولی، او د نړی اکثرو هیوادونو مشران د ټولټاکنو له لاری ټاکل کیږی. هر هیواد د خپلو قوانینو په رڼا کی خپلو ټولو وګړو ته زمینه برابروی ترڅو هغوی د خپلی خوښی نو ماند په خپله رایه راتلونکی مشر وټاکی.

ټولټاکنی په اسلام کی

سره لدیچی بعضی علماء او مفګرین انتخابات نه تسلیموی په اسلام کی او وایی چی په اسلامی شریعت کی داقسم انتخابات اصل نلری، خو بلخوا ډیری علماء په دی نظر دی چی د ټولټاکنو سرچینه قرآن کریم دی لکه څرنګه چی الله تعالی په سورة نساء کی فرمایی ((ان الله يآمرکم آن تؤد الآمانات اِلی آهلها….)) ژباړه: یقینا چی الله رب العزت تاسی ته امر کوی چی خپل امانت اهل کسانوته سپاری، علماء وایی چی  د امانت نه مراد رایه ده، او دغه رایه باید داسی کس ته ورکړل شی چی هغه ددغی رایی په ټولو مانو سره  اهل وی؛ یعنی لیاقت، اخلاق، دیانت ولری او همدارنګه امین وی ترڅو ستا په رایی سره دوکه ونکړی چی کامیاب شی.

بناء ویلی شو چی ټولټاکنی په اسلام کی شته خو په اسلامی صولو باید برابری وی؛ او هر نارینه او ښځینه کولی شی چی په اسلامی ټولټاکنو کی د اسلام په دائره کی ګډون وکړی او خپل مشر او زعیم په خپله خوښه وټاکی.

په افغانستان کی د انتخاباتو پروسه

دا چی افغانستان څو لسیزو جنګ ځپلی او اوس هم ورځ تربلی بتری راروانه ده، او هیواد د بر بادی پرلور روان دی، نو ټولټاکنی د افغانستان ځوان نسل ته یو نوی شیا وو او ډیر شمیر ځوانان ورسره بلد نول، خو کله چی په ۲۰۰۱ میلادی کال کی د طالبان رجیم د نړیوالو په لاس ړنګ شو نو د انتقالی دوری روسته یی انتخاباتو ته زمینه مساعده کړه.

داچی افغانانو ډیر سخت کړاونه لیدلول او دجنګ نور ستومانول دغه انتخابات یی ډیر ښه استقبال کړل او په غوڅ اکثریت سره خلکو په داخل او خارج کی په انتخاباتو کی برخه واخستله او خپله رایه یی استعمال کړه.

خو متاسفانه چی کومی هیلی افغانانو درلودی  هغه همهغه سی ناهیلی پاتی شوی، او په عمومی ډول کوم خاص بدلون د افغانانو په ژوند کی رانغی، او بله داچی کوم امنیت په اوایلو کی وو هغه ورځ تربلی کډه کوله تر دی چی کله د ۲۰۰۹ انتخابات راغلل نو د رایو صندقونه د ولسوالیو تر بازاره محدود شول او لری پرتی سیمو کی څو ونتوانیدل چی خپل رایه استعمال کی په پشتنو مشیتو سمیو کی، او هغه چاچی دا زړه کړی وو هغوی ته په ډیر لوړ قیمت هغه رایه وولیده خو بیا هم د افغانانو هیلی چی سوله او امنیت وو د خاورو سره خاوری شو.

اوسنی ټولټاکنی په څومره شفافی او عادلانه وی؟

دا چی تیرو درو انتخاباتو د ځان سره هغه څه نلرل کوم چی افغانانو طمع کوله تری،او هر وار پکی پراخه درغلی او تقلب وشو، همدا وجه وه چی په اوسنی ټاکنو د چا دومره باور نوو، په اوله کی ډیر خلک پدی نظر ول چی نوماندیدل او رایه ورکول ځان هسی مشغولول دی او بس.

خو امریکا د دغه بازار تودولو په خاطر یو کال وړاندی یو افغانی الاصل امریکایی خلیلزاد په مطبوعاتو کی راوانو انتخاباتو نامزاد کړ ترڅو خلکو کی هغه مړه حوصله راپیداکړی، همداؤ چی خلکو بیا ټولټاکنو ته هیلی پیداشوی او یوڅه خلک دیته تیا شول چی انتخاباتو کی برخه واخلی.

خو اوسنی حالاتو ته په کتو سره ګمان نه کیږی چی ټاکنی د رڼی او بی تقلب ترسره شی، که هغه د ریاست جمهوری وی او که د ولایتی شوراګانو وی.

ځکه کله چی د عامو افغانانو سره دا خبر مطرح کوی هغوی اندیښنه لری او وایی چی  زمونږ راتلونکی مشر د مخکینه ټاکل شوی او د دغه انتخاباتو نه روسته به پر مونږ راوتپل شی.

او که څوک وایی چی د ټاکنو خپلواک کمیسون په زرهاو نظارت کونکی ګومارلی دی ترڅو د ټاکنو نظارت له نیږدی څخه وکړی او څوک تقلب ته پرینګدی.

خو دا خبره ناسمه ده ځکه څومره چی خلک خبر دی هغه دادی چی د هر نظارت کونکی د استخدامولو پروخت د هغه نه دا تعهد اخستل شوی چی باید د چا په ګټه کار وکړی پدغه ورځ؛ نو چی پټی د قاضی ونیسی شریعت په چا کوی !!!

نو دغه نظارت کونکی په اسانی سره کولی شی چی د انتخاباتو په ورځ په خپل لاس د خپلی خوښی کاندید ته صندوق له رایو ډک کړی لکه څرنګه چی تیرځل شو ول.

 عام افغانان به په راتلونکو ټولټاکنو کی تر کومه حده ګډون وکړی؟

سره لدی چی د څو میاشتو راهیسی د کورنی او بهرنی مطبوعاتو له لاری په پراخه پيمان تبلیغ روان دی ترڅو خلک یوځل بیا رایی ورکولو ته وهڅوی، او غواړی چی خلک یوځل بیا دغه قرابانی ورکړی، خو څومر چی فکر کیږی هغه ولایتونه چی ناامنه دی شاید چی په ښاریو کی خلک د ټاکنو مرکزونو ته ولاړ شی خو د ولسوالیو او لری پرتو سیمو خلک دا جرآت بیا نکوی ځکه چی یا به بیا د طالبانو لخوا وژل کیږی او یا هم یو ګوته تر پری کوی، او کوم صندقونه چی هلته وړل کیږی هغه به بیا  په یو لاس یو کس ته ډکه کیږی.

اوس څه کول پکار دی؟

دا منو چی هر ورګان چغی وهی چی انتخابات به شفاف وی او که چا درغلی وکړه د قانو منګلو ته به سپارل کیږی، خو هغه خلک چی درغلی او تقلب کوی هغوی ته قانون په افغانستان کی څه نشی وی او نه هغوی قانون منی. نو دا چی ډیر کم وخت انتخاباتو ته پاتی دی، نو که ریښتیا د ټاکنو خپلواک کمیسون خپلواک وی، او حکومت رڼو او شفافو انتخاباتو تخ ژمن وی نو باید جدی اقدامات وکړی ترڅو یو نوماند هم تقلب او درغلی ته پرینګدی او دهغه خلکو چی دغه سختو شرایطو کی خپلی رایی استعمال کړی صحیح نتجه وکړی.

د خپلواک اسلامی افغانستان په هیله

سرفراز

۲۷/۳/۲۰۱۴

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>