طالبان ولي د ټاکنو ګډوډول غواړي؟ – سرمقاله

11 Mar 2014

لیکوال: نن ټکی آسیا

نن ټکی آسیا- سرمقاله: تیره ورځ طالبانو د راتلونکو ولسمشریزو ټول ټاکنو د ګډووډولو په اړه یوه ګواښیزه اعلامیه خپره کړه .

په یاده اعلامیه کې طالبانو د امنیتي ګواښونو ترڅنګ پر علماوو ، متنفذینو او ولسي خلګو هم غږکړی چې د ټاکنو لپاره دي په رايه اچولو کې ګډون نه کوي. طالبانوپه خپلې اعلامیې کې ویلي چې دا ټاکنې په غیر مستقیم ډول په هیواد باندې د امریکايي اشغال تداوم ته لاره برابروي ،نوځکه دوی د هغوی مخنیوی کوی. په افغانستان باندې د امریکایانو تر یرغل وروسته دا دریم ځل دی چې د هیواد دسیاسي زعامت د ټاکلو لپاره انتخابات کیږي.

په تیرو دواړو انتخاباتي دورو کې سره له دې چې افغانانو په ډیرو سختو امنیتي حالاتو کې شرکت وکړ او په لسګونو میلیونه ډالره لګښت ورباندې راغی خو پایله یې د ولس د اچول شویورایو خلاف د امریکایانو د غوښتني مطابق اعلان شوه ، په دې خبرې باندې هم امریکایان،او هم د هماغه وخت انتخاباتي کاندیدان اعتراف کوي او ولس هم د امریکايي لاسوهنې ژوندی شاهد دی.

هغه وخت انتخابات د امریکایانو تر نظارت او حمایت لاندې تر سره او د هماغو تزویري انتخاباتو په نتیجه کې منځته راغلی حکومت په داسې حال کې جوړشو چې د انتخاباتو تمویلوونکي اوتائیدوونکي بهرنیان په افغانستان کې میشت ول ، مانا داچې د کومو اهدافو لپاره چې دوئ افغانستان اشغال کړی وه د هغوئ د پلي کولو تنفیذي ځواک او صلاحیت خپله له امریکایانو سره وه.

او اوس چې نور د امریکایانو په شمول ټول بهرنیان له افغانستان څخه په وتو دی او د تیرو دورو په څیر په افغانستان کې هغوی داسې پوځي حضور نه لري چې د دوی د نیمګړیو موخو دعملي کولو لپاره کار وکړي نو هرومرو به دغه هدف د داسې یوه حکومت له لارې تر سره کوي چې هغه به د خپل ملت تر مصالحو امریکايي مصالحوته وفاداروی او دغه حکومت به د همدې تزویري انتخاباتو له لارې پرملت تحمیل کیږي ، که بیا هرډول فساد،بي عدالتي او دهیواد دملي مصالحو خلاف عمل کوي افغانان به یې مني ؛ ځکه چې خپله د دوئ په رایه به همدا فاسد حکومت جوړ شوی وي.

اوس چې په هیواد کې د انتخاباتو په نوم کومه هنګامه شروع ده که سړی په حقیقت ستر ګې پټې نه کړې نو هغه یواځې تبلیغاتي او نمایشي هنګامه ده او د عمل په میدان کې له کابل او دڅومحدودو ولایتونوله مرکزونوپرته هیڅ هم نشته .

ځکه په افغانستان کې امنیتي شرائط تر دې کچې خراب دي چې د کابل په ښارکې انتخاباتي کاندیدان ځان مصؤن نه ګڼي او انتخاباتي مرکزونوته د زغروالو موټرو په وسیله ځان رسوي .

داچې په کابل کې د انتخاباتي کاندیدانو دغه وضعیت وي نو په هلمند، نورستان، غزني کونړ، خوست ، میدان وردګ، بدخشان او…. نورو لیري پرتو نا امنه ولایتونوکې به دهغوی عادي کمپاینران انتخاباتي کمپاین څرنګه وکړي او څه ډول په عادي خلګ د انتخاباتو صندقونوته ځان ورسوي ؟

همدا اوس په هیواد کې والیان، اود امنیي قومندانان له خپل ټول پوځي ځواک سره سره د مخالفینو دبریدونو له ډاره له ولایتونوڅخه کابل ته د چورلکو په وسیله تګ راتګ کوي ، دولتي ځوکونه له یوه بل ځای ته د الوتکو تر بدرګه لاندې تګ راتګ کوي ، په دغسي حالاتو کې به څه ډول عام افغانان په انتخاباتوکې دګډون وس ولري؟

نو هماغه د طالبانو په خبره چې د دغه ډول انتخاباتو لپاره پایله مخکې ترمخکې دا مریکایانو لخوا په واشنګټن کې تعین شوې او دلته یې هسې د تش په نامه انتخاباتو له لارې پلي کول غواړي .

چې دا ډول انتخابات نه داچې کومه ګټه نه لري ،بلکي د افغانانو د رایو بي احترامی او دهغوی د ارادې خلاف عمل دی چې په هیڅ ډول تري د مطلوبو پایلو توقع نشي کیدلای.

د نن ټکي آسیا سرمقاله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>