شاید موږ ړانده او ناپوه یو!

10 Mar 2014

لیکوال: جاوید حیدرزی

له کومې ورځې چې ځینو رسنیو د خپلو جیبونو له پاره کار پیل کړی دی له هغې ورځې د هغه چا په  ګټه خبرتیاوې خپروي چې پیسۍ ورکوي دا فرق نکوي چې رښتیا ده که دورغ، د اسلام خلاف عمل دي که نه، د کفر په ګټه دي که د اسلام، د مسلمان له پاره ګټه رسوي که د مشرکینو له پاره؟ چې ښه بیلګه يې د بي بي سي وروستنۍ څیړنه ده چې د افغانستان د دیني مدرسو په اړه یې کړې وه.

څو ورځې مخکې موږ د دې شاید یو چې په کنړ کې د ملي اردو 21 کسان ووژل شول چې پړه يې طالبانو په غاړه واخسته؛ خو ډیری خلکو د دا پاکستان د استخباراتو کار وباله او داسې ویل کېدل چي پاکستان د خپلو 23 سرتېرو د وژل کېدو غچ واخست چې د مخالفینو له خوا وژل شوي وو او پاکستان دا کار د افغانستان په حکومت وتپلو او وروسته له هغې د پاکستان دولت د مخالفینو په ضد په وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کې عملیات پیل کړل چې ویل کیږي د پاکستاني سرتیرو د عملیاتو په پایله کې ډیری خلک بی ځایه او ځینې نور افغانستان ته ګډه شوي دي.

په هر صورت د ملي اردو سرتېري ووژل شول چې د هر چا کار و یا د طالب او یا د سیمې د استخباراتو (پاکستان او  ایران) او یا د امریکا، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنه زموږ په کورنیو شخړو کې له پخوا روښانه ده او د ډیرو ستونزو مسوول هم دوی ګڼل کیږي او ډیر اوږد مهاله پلانونه لري. اوس خو د طالب په نوم هر څوک هر کار کوي او د طالب په نامه ختمیږي.

اصله خبر دلته ده چې په کنړ کې په تېرو څو ورځو کې څومره کسان ووژل شو؛ خو بیا هم د کنړ والي په طلوع تلویزون کې په یوه سوداګریزه خبرتیا کې د دې په ځاي چې دا ومني چې امنیت په کنړ کې خراب دی وايي چې په کنړ کې امنیت ډېر ښه شوي دی او ډیر مخالفین له حکومت سره یو ځای شوي دي چې د والی دا خبرې داسې مانا لري چې د افغانان یا ویده وی یا ناپوه دی او یا ړانده او کاڼه دي.

زما په اند سوله یوازي په دې نه راځي چې موږ د یو طالب ته یو چپه ور واغوندو او بیا يې هر ورځ په سوداګریزو خبرتیاوو کې ښکاره کړو چې نن په فلاني ولایت کې دومره مخالفین له دولت سره یو ځای شول او ځینې وخت د مخالفینو داسې قوماندان له وسلو سره دولت ته تسلیمیږی چې تر اوسه یی نوم هم چا نه اوریدلي.

زه د دې مخالف یم چې  مسلمان ووژل شي که هغه افغان وي او که د کوم بل هېواد، او هغه که طالب وژني که دولت او که ناټو هر هیڅوک د دې حق نلري چې یو بی ګناه انسان ووژني، خو د افسوس خبره دلته ده چې ولي د یرغلګرو له خوا هر ورځ په بیګناه کورونو چاپې اچول کیږي، ښځې، ماشومان، سپين ږیري او .. وژل کیږي؛  په برنا کې مسلمانان ته اور ورته کیږي، په سوریه ، مصر او فلسطین  کې د یهودو له خوا هر ورځ لسګونه خلک وژل کیږي، چې په ټوله نړۍ کې غم، بم او یرغل یوازي د مسلمان په کور پروت دي خو یوه ورځ کوم تلویزیون داسې خبرتیا خپره نکړه چې چیرته هغه د بشري حقونو مدافعین چې غږ پورته کړي او له ناټو له غلام حکومتونو دا وغواړي چې ولي دا بی ګناه کسان ووژل شول.

په نړۍ او ټولو اسلامي هېوادونو کې د سولې او د مسلمانانو د بریالیتوب په هیله.

جاوید حیدرزی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>