د اكبر اغا په مشري د افغانستان د خلاصون لار

حكمت الله عصمت احمدزى
Larawbar.com  2014-03-14

پنجشنبه د ۱۳۹۲/۱۲/۲۲ نیټه د افغانستان د خلاصون لار کوم چې له هر حیثه یو افغانی خپلواک ملی خوځښت ده او تر دی وړاندی له هیڅ مشکوکو او یولوریوداخلی او بهرنیو جریانونو پوری تړاؤ نلری،په کابل ښار کی د ۲۵۰۰ منلیو علماؤ ،جهادی څیرو،درنو قومی مخورو په پرتمینه ناسته کی د پخوانی جهادی مشر الحاج سید محمد اکبر اغا په مشری د خپل شتون اعلان وکړ،او خپله راتلونکی تګلاره ئې په لاندی پریکړ ه لیک سره اعلان کړه:

د افغانستان د خلاصون لار
داچې افغانستان د هغه مهم اهمیت له مخي چې د نړی او په ځانګړی ډول د اسیا په جغرافیائی کی ئې لری په بلا بیلو مهالونو کی د زورورو او مستکبرو تر تاړاک او برید لاندی راغلی ،که موږ د افغانستان یادی اوږدی غمیزی ته په غور سره وګورو نو دا راته څرګندیږی چې د افغانستان د تیر کمزوری سیاسی لید لوری درلودونکی مشرتابه او زعامت له امله زموږ ملت له دغسی شته ناخوالو سره لاس په ګریوان شوی دی.
دهغه سیمیزو او نړیوالو اړیکو عدم توازن وه چې هیواد مو پرلپسی د یرغلونو خولی ته برابر شو ی ده ، د وخت د دوه سترو قدرتونو روس او مریکی سره د اړیکو او روابطو د ساتلو توازن او تناسب سم نه وه سنجول شوی او یادو نړیوالو قدرتونو هریو په سیمه کی د خپلو ګټو د خوندیتوب له امله علاقه او تشویش درلوده ، او د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره هر لازم اقدام ته اماده وه.
خو یو طاغوتی قوت هم په دی نه ده بریالی شوی چې په دغه خاوره او میړنی ولس خپل ناولی نظریات ومنی او لکه د نورو په څیر یی په خپل قلم رو کی داخل کړی، ولی دغه استعمارګرو له خپلو ورته سیالانو نه چې په افغانستان کی یی د کبر او لوی ښکر او غاښونه مات شوی عبرت نه ده اخیستی او په شته قدرت او مادی امکاناتو ئي زړه تړلی او په دی شهید پاله خاوره ئې یرغل کړی.
دا چې د برتانیا په امپراطوری کی لمر نه ډوبیده خو کله ئې چې ددی پاکی خاوری او غیرتی ملت د ایل او تابع کولو اراده وکړه ،له داسی ماتی سره مخ شول چې له یاده ایستل یی ناشونی دی . او تر دوی وړاندی د چنګیز او سکندر د یرغل او ماتی تاریخ روښانه ده.
خو تر هغه روسته یو بل جابر شوری اتحاد چې په نړیواله توګه لوی قدرت بلل کیده ، د غرور له امله ئې د عقل سترګی پټی او د وارسا د پریکړه لیک تر عنوان لاندی ئې په دی خاوره یرغل وکړ، شوروي ځواكونو داسي اوږده جگړه پر مظلومو افغانانو وتپله چي په ترڅ كي ئې يو نيم مليون افغانان شهيدان شول او نږدې شپږ مليونه هجرت او د خپل كور كلي پرېښودو ته اړ شول، په لسم كال ئې زموږ له هیواد د وتلو پرېكړه وكړه او په همدې سره د دې يرغلگر ځواك عبرتناك زوال پيل او په پنځلسو مستقلو هیوادو ووېشل شو.
د افغانانو له جهاده نورو د ازادی له پاره الهام اخیستی ولی له بده مرغه تر بری او سوبی روسته مجاهدینو ونشو کولای چې دشهیدانو له ارمانونو سره سم اسلامی نظام قایم کړی ، چې ښکاره او څرګند لامل ئې ددی ولس د دین او خاوری د دوښمنانو بی دریغه لاسوهنی وی د کومو په پای کی چې د ملت ملی او اسلامی لوی ادرسونه نړلیدلی او قومی ،سمتی او ژبنی ادرسونه رامنځ ته شول ملت په بیلابیلو نومونو وویشل شو او د اسلامی انقلاب تربریا روسته کورنی شخړی پیل شوی ، مسلمان او مجاهد ملت له ګڼو کړاونو سره لاس ګریوان وه چې د طالبانو تحریک را و ټوکیده او ولس یی پرته له ځنډه ملاتړ وکړ، خو د هغوی نظام هم د امریکا په زورله منځه لاړه ، د امریکا او ورسره ګڼو پلویانو راتګ دغی پاکی خاوری ته چې په ښکاره ئې ددی ملت د مرستی او هیواد د رغونی شعار درلود خود د شعار او عمل تر منځ توپیر ئې ټولو ته ښکاره او څرګند ده. امریکا او ملګرو ئې د هیواد د مشرتابه واګی د بُن له هر حیثه د نیمګړی جرګی له مخی مؤقت حکومت ته وسپارلی ، او روسته ئې د مشرتابه دټاکلو لپاره ئی دوه ځلی ټول ټاکنی تر سره کړی چې د شرایطو او شفافیت او روڼوالی په هکله ئی ټول ملت پوهیږی ، دادی د دریم ځل لپاره د مشرتابه د ټاکنو کش مکش پیل شوی ده ، خو دا ښکاره خبره ده چې دویم ځل ټاکنی تر لمړی وار او همدارنګه داځل به له تیرو دواړو وارو زیاتی له ستونزو ډکی وی ، ټول ملت پوهیږی چې د مشرتابه د تعیین لپاره څومره حالات اوشرایط اماده شوی دی ، پرته له ځینو ښاری ټولنو نور په ټول افغانستان کی جګړه روانه ده او داسی شرایطو کی ټاکنی پرته د وخت له ضیاع کیدو نور څه له ځانه سره نلری ،خو ددی خبری مانا دا هم نه ده چې موږ له ټاکنو سره مخالفت لرو خو په اسلامی لارښودونو او د ملی حاکمیت په شتون کی د ټاکنو د ترسره کولو هیله لرو چې د ټولو افغانانو برخه او رضا پکی په نظرکی نیول شوی وی، مګر دی هدف ته د رسیدو د پاره د ټولو اړخونو یووالی ته اړتیا ده چه یو بل د وروڼو په حیثیت ومنو او په مسالمت امیزه توګه د یو متحد افغانستان د بیا رامنځته کیدو د پاره لاسونه او مغزونه سره یوکړو د تاریخ ددی ډيری مهمی مرحلی څخه د تیریدلو د پاره هر ډول مالی او معنوی قربانیو ته اړتیا ده،که چیری ټاکنی ترسره شی دراتلونکی مشرتابه څخه مو هیله داده چی دملت دیوالی په صورت کی دملت هری پریکړی ته په درنه سترګه وګوری .
همدارنګه له امریکی سره د ستراتیژیکو او امنیتی تړونونو موضوع په داسی وخت کی را اوچته شوی چې شته واکمنه اداره د کومی چې د قدرت سلطه او ساحه د نفوذ تر ښارو پوری محدوده ده ، او نور په ټول افغانستان کی جګړه روانه ده ، نو په دی صورت کی د ملی منافعو او ملی سرنوشت ټاکونکو مسائیلو په اړه تصمیم نیول او پریکړه به ستره تاریخی تیروتنه وی .
موږ غواړو چې د ملی او هیوادنیو منافعو د خوندیتوب په موخه هغه وخت په سیمیزه ، نړیواله او لوی قدرتونو په کچه د اړیکو او قرادادونو جوړولو پریکړه وشی کله چې ملت په یو واحد محور سره ټول شوی وی ،پرته له هغه د سترو ملی مسائیلو په هکله پریکړه د هیواد او ملت له سرنوشت سره لوبه کول دی اوبس.
دا چې څنګه له پورته شته او راتلونکو مشکلاتو خپل ملت او هیواد وژغورو ، پرلپسی ستونزو او کړاونو نه خلاص شو او د افغانستان روانه ۳۵ کلنه لانجه چې دری عمده ښکیل اړخونه(افغان لوری،سیمه ایزه ،نړی) لری او د افغانستان په لانجه کی ئی اثر لیدل کیږی ، ددی دری واړو اړخونو په نظر کی نیولو سره ، د افغانستان د خلاصون لار کوم چې له هر حیثه یو افغانی خپلواک ملی خوځښت ده او تر دی وړاندی له هیڅ مشکوکو او یولوریوداخلی او بهرنیو جریانونو پوری تړاؤ نلری په لاندی توګه د ستونزو د حل طرحه وړاندی کوی او د همدغه موخو لپاره یی کار پیل کړی
۱– د افغانستا د خلاصون د لاری ملی خوځښت د ستونزیاو غبرګونپه وړاندی یوه ملی حل لاره ده نه دریم سیاسی بهیر.
۲- په دغه بهیر کی درانه او په ملت کی منلی علماء ، قومی درانه مشران، هغه مجاهدین چې په کورنیو شخړو کی نه وی ښکیل شوی شامیلیږی.
۳ – له ټولوافغانانو(پشتون،تاجک ،هزاره،ازبک ،ترکمن ،پشه ای ،ګجر….. ) نه چې په اسلام،هیواد اوملت یې زړه دردیږی د یو ملی ناپیلی یون او حرکت جوړیدل.
۴- د افغانستان د خلاصون د لاری ملی خوځښت به د یو داسی افغانستان شموله شورا د جوړیدو لپاره زمینه برابروی په کوم کی به چې د ټولو اقوامو اقشارو، ولایاتو ولسوالیو او شته کټګوریو استازیتوب او نمایندګی شتون ولری.( چې ددغه کار په طرحه او څرنګوالی باندی کار شوی دی)
۵ – دهمدغه ملی خوځښت په لاس اوابتکار به یوهغښتلی او قوی افغانستان شموله شورا جوړیږی.
۶ – افغانستان شموله شورا به په ټول توان او قوت سره د رښتیونی یوالی اوامن دپاره کارکوی ، ملی وحدت او یوالی به یی له لمړیتوبونو څخه وی .اود ملی حاکمیت بنسټ به ږدی.
۷ – د افغانستان شموله شورا په شتون سره به د خارجی فوځونو د وتلو روښانه مهال ویش معلومیږی.
۸ – یاده شورا به تر هغه بریده غښتلی او منلی وی چې په سیمه ایزه او نړیواله کچه د هیوادونو د تشویشونو او اندیښنو همدارنګه د شریکو ګټو د خوندیتوب او ځواب ویلو باوری مرجع وی .
۱۰ – یاده شورا به دملی او اسلامی ارزښتونو په نظر کی نیولو سره دملت دراټلولو هراړخیزه اوپراخه حل لاره جوړوی.
۱۱ – د واقعی ملی یووالی او ثبات دپاره د نړی والی ټولنی په ځانګړی توګه د ګاونډیو هیوادونو صادقانه او رښتیونی همکاری ته اړتیا ده، دا غوښتنه موږ له دی امله په زغرده مطرح کوو چې مونږ د اسلامی او افغانی اصولو له مخي نژدی ګاونډیو هیوادونو سره د اخلاصمندو نیکو او حسنه اړیکو درلودلو ته ژمن یو.
۱۱ – په ملی یو والی او وحدت سره به لاندی عمده ستونزی او مشکلات له منځه لاړی شی.
الف – ټول توپیرونه او تعصبونه چې د افغانانو ترمنځ یی د بیل والی بریدونه پیداکړی
ب – د بهرنیو ځواکونو تر وتلو روسته د افغانانو ترمنځ د بین الافغانی تفاهم او مزاکراتو لاره هوارول او د احتمالی داخلی شخړو مخه نیول.
ج – د افغانستان د تجزی د خیالی انځور مخه نیول.
د – د ملی مشرتابه او زعامت د تعیین دپاره په واقعې او عینی توګه زمینه برابرول.
۱۲ – او د افغانستان جوړیدل او امن د سیمی او نړی د جوړیدو او د سوله ایز ژوند د پیل زیری دی.
۱۳– د پورته موخو او اهدافو د تر لاسه کولو روسته د دغه خوځښت دندی او مسؤلیتونه بشپړیږی.
۱۴– د سپیڅیلی نیت او ارادی له مخې ټولو ذیدخلو لورو ته ډاډ ورکو چې د افغانستان د خلاصون د لاری خوځښت به د قدرت او مادیاتو د حصول وسیله نه ګرځول کیږی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>