پاکستاني طالبان مخامخ خبرو ته چمتو دي

طاهرخان اسلام آباد

د خپريدو وخت: 17:38 گرینویچ – جمعه 14 مارچ 2014 – 23 کب 1392

 د طالبانو یوه غوښتنه داده چې ټول بندیان دې خوشي شي

پاکستاني طالبانو خپلو مرکچیانو ته ویلي، له حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو دي.

د همدې لپاره حکومت د اعلی چارواکو یو نوی پلاوی هم ترتیب کړی دی.

د طالبانو د کمېټې یو غړی پروفیسر ابراهیم وزیرستان کې د طالبانو د سیاسي شورا له غړو سره د دوو ورځو خبرو ورسته د جمعې په ورځ بېرته ستون شو.

نوموړي یوې خبري ناستې ته وویل چې طالبانو سره یې ګټورې خبرې کړې او هغوی ورته ډاډ ورکړی چې نېغ په نېغه مذاکراتو ته تیار دي.

پروفیسر ابراهیم د واپس ستنېدو ورسته په اکوړه خټک کې د طالبانو د جرګه ګۍ مشر مولانا سمیع الحق سره غونډه کې له طالبانو سره د خبرو په اړه مالومات ورکړل.

مولانا سمیع الحق خبري ناستې ته دا هم وویل چې د طالبانو او حکومتي پلاوي تر منځ د مخامخ خبرو لپاره د ځای په اړه طالب مشرانو سره خبرې شوې، خو په دې تړاو یې هېڅ خبریالانو سره شریک نه کړل.

هغه له حکومته وغوښتل چې ژر تر ژره دې له طالب مرکچیانو سره غونډه وکړي چې د مخامخ خبرو لپاره تګلاره جوړه کړي.

مولانا سمیع الحق هیله څرګند کړه، کیدي شي حکومتي کمېټې سره به د شنبې یا یکشنبې په ورځ خبرې وکړي.

د طالبانو لخوا د غوښتنو په هکله نوموړي وویل، هغوی طالبانو سره تړاو لرونکو ولسي وګړو د خوشي کولو غږ کړی چې پکښې د هغوی په ادعا، ماشومان او ښځې شامل دي.

پوځ له وړاندې د ښځو او ماشومانو بندیانو په اړه د طالبانو ادعا رد کړې ده.

بل خوا له طالبانو هم غوښتنه شوې چې ټول بندیان خوشي کړې.

طالبانو له وړاندې سویلي وزیرستان کې دوې ته د خوندي ځای ورکولو غوښتنه کړې وه چې راتلونکي کې خبرې هم هلته وشي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>