له جنګه ستړی یمه/ بصیر الحق عادل

  • Thursday, 6 March 2014 17:10
  • لیکنه: تاند

 سوله د خدای ج هغه خوږ او لوی نعمت دی چې د نړۍ تر ټولو سپېڅلي کتاب قرانکریم کې یې هم یادونه شوې ده.

د سولې خواږه چې چا څکلي وي نو د جنګ د نوم په اورېدو هم ټکان خوري، سوله هغه مرغه دی چې انسانان یې په خپله مینه، الفت او عاطفې خپلوي.

په هغه  هېوادونو، سیمو او ټولنو کې چې جنګ وي او یا هم د جګړې نوم پروت وي سوله له هغه ځای خپلې پښې سپکوي، نو مالومه خبره ده چې سوله او جګړه تر خپل منځ داسې ټکرېدونکي شیان دي چې یو ځای کېدل شتون لا څه حتی نا ممکن دي.

دغه سوله د کلونو کلونو راهیسې د افغانانو ارمان دی، هر نر او ښځه، ځوان او پېغله، لوی او ماشوم او ان تر دې چې زموږ په هېواد کې مارغان هم د سولې ارنجن دي، افغانان د سولې تږي دي ، وږي دي او د هر افغان په سترګو کې له ورایه دا لوستل کیږي چې یوازینی ارمان یې  سوله ده.

زموږ د ټولنې خلک له جنګه دومره ستړي دي چې سپین ږیرو، ماشومانو او ښځو په ښکاره ډول د سولې د غوښتلو لپاره لاریون پیل کړ او د خدای ج هغه ظالم مخلوق ته یې د جګړې د بندېدو لاسونه لپه کړل چې د بې ګناه خلکو له وژنې او وینې تویدنې خوند اخلي او دا یې عادت ګرځېدلی دی.

حیرانوونکې ده، په هلمند کې د لومړي ځل لپاره د یوې کورنۍ ټول غړي له کور څخه وتلي دي او د سولې د ټينګښت غوښتنه کوي.

دغه کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي د ولایت مقام مخې ته په داسې حال کې راټول شوي ول چې د مسلمانانو سپيڅلی کتاب قرانکریم هم په لاسونو کې ورسره و او په لوستلو یې بوخت ول.

دغه ښځې او د کورنۍ نور غړي یې وايي چې یوازینی ارمان یې سوله ده او تر هغې به خپل کور ته ستانه نشي چې غږ یې وا نه اورېدل شي.

ددې کورنۍ مشر عبدالسلام چې سپین ږیری دی د ژوند وروستۍ هېله یې په افغانستان کې سوله راوستل دي.

هغه په روانه جګړه کې له ښکېلو خواو وغوښتل چې جنګ بس کړئ، له جنګه ستړی یمه، وینې ډېرې توی شوې نور سوله غواړو.

دغه ۳۸ کلن د سولې ارمانجن وايي چې په هېواد کې روان تاوتریخوالي ، بې ځایه وژنو دې ته اړ کړ چې د جنګ پر وړاندې مبارزه پیل کړي او د سولې د غوښتلو لپاره غږ پورته کړي چې لومړی لاریون یې له خپله کوره پیل کړ.

هغه په داسې حال کې چې د کورنۍ ښځينه و غړو سره یې قرانکریمونه په لاس کې وو، وايي د قرانکریم ختمونه به کوي او د سولې پېغام به تر ټولو ښکېلو خواو رسوي.

د ۳۸ کلن عبدالسلام خبرو دومره اغېز لرلو چې ګواکې اسماني فريښتې پر هغه افغانانو د سولې غږ او جګړې د بندېدو غوښتنه کړې وي چې په جګړه کې ښکېل دي.

هغه وايي (( زما دغه پېغام تر کرزي ورسوئ!، موږ تر هغې پورې نه ځو چې تر څو مو غږ وا نه  اورېدل شي ، دا ښځینه هم راغلي دي، تر څو چې په افغانستان کې جنګ ختم نشي، ترڅو چې سوله رانشي موږ به د قرانکریم ختمونه کوو او ټول افغانان چې تر خپل منځ په جګړه بوخت دي مسلمانان دي او ورونه دي)).

زما لپاره  ډېره زوروونکي خبره ده چې افغانان نور له جنګه دومره ستړي دي چې ښځې او ماشومان هم نور تر پزو راغلل او په خپلو ورونو یې د سولې غږ وکړ.

کاش هغه ظالمان  چې جنګ یې جوړ کړی دی په دې خبر وای چې افغانان څومره د سولې وږي دي.

افغانان نور له جنګه ستړي دي.

 د نړۍ بې زړه انسانانو!!

 دغه جنګ بس نه دی چې بې شمېره خویندې مو کونډې شوې او ان تر دې چې د خپل پت او عزت په خاطر یې خپل ویښتان د شهید شوي مېړه پر کور سپین کړل؟ دومره جنګ بس نه دی چې ماشومان مو یبلې پښې په بازارونو کې په یوه او بل پسې د کاکا کاکا نارې وهي او خپلې مور او خور ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ترې یوه یوه افغانۍ غواړي؟

جګړه مارو!!

اوس به مو زړونه یخ شوي وي ، اوس به مو ارمانونه پوره شوي وي، د بې وزله ، تیمانانو، سپین ږیرو په نارو او فریادونو خو مو جنګ بس نکړ، دا دی د افغانانو پت، عزت ، ویاړ پښتنې مو هم له کورونو راووتلې او له تاسې د جنګ د بندېدو غوښتنه کوي.

نور له جنګه ستړي یو، جنګ نه غواړو، جنازو ستړي کړلو، د خدای ج  عبادت هم د جګړې له امله په ویره کوو، مسجد ته په ویره ځو.

جنګ بس دی!

جنګ بس دی!

د ژوند په وروستیو شېبو کې به د شهادت د کلمې سره یو ځای دا جمله هم په چاودولو شونډو همغاړې کړمه چې : له جنګه ستړی یمه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>