د افغانستان لومړيتوب سوله که ټاکنې؟!

دا يو مسلم حقيقت دی، چې ډ يموکراسۍ د اصولو له مخې د يوه  قانوني حکومت د را منځ ته کېدو لپاره ټاکنې يوه اړينه اړتيا ده، چې بايد  تر سره شي او په پايله کې يې د ولس په خوښه يو منتخب حکومت را منځ ته شي. خو په يوه داسې حالت کې چې افغانستان د نا امنۍ او بې ثباتۍ په پايله کې ورسره لاس ګيريوان دی- په داسې حالت کې چې په هېواد کې لږ تر لږه  د څلوېښتو استعماري  حکومتونو ځواکونه شتون لري، په داسې يوه حالت کې به د افغانستان لومړيتوب څه وي، سوله که ټاکنې ؟!.
په داسې حال کې چې د افغانستان  مشران  د خپلو اعمالو له کبله  په کورونو او سړکونو کې په نښه کېږي، ځونان يې د بې روزګارۍ له کبله په ايران کې په نشه يي توکو روږدي او يا د کار او روزګار په لټه کې د اورپا پر غاړه په سمندرونو کې ډوبېږي،  کوچنيان يې په داسې حال کې چې په خواږه خوب بېده وي په زهرجنو ګازونو او بمونو له منځه وړل کېږي، متفکرين او روڼ اندان يې د بهرنيو کړيو د دسيسو ښکار کېږي، د تعصب کونکو تعصب يې ورځ تر بلې زياتېږي، بې بند باري او بې باکي هر لور ته خوره وي، چور، چپاول او غلا د ورځې په رڼا کې د پلازمنې کابل په زړه کې تر سره کېږي، د ځمکو غصب د زورواکانو د کارنامو لويه برخه تشکيلوي، په داسې يوه حالت کې به د افغانستان لومړيتوب څه وي،  سوله که ټاکنې ؟!.
په داسې حال کې چې د خلکو پر شخصي حريمونو تجاوز  ډېر ساده کار ګڼل کېږي، د حکومتي وسايلو او وسايطو څخه د شخصي کارونو او چارو لپاره په ډېره بي شرمانه توګه په پلازمينه کابل کې د ټولو پر وړاندې استفاده کېږي، د ملي اردو په وسايطو کې شخصي کارونه او چارې سمبالېږي، د ځوانانو کړه وړه، لباس او خواراک  د حيرانتيا وړ وي،د فقر نيستۍ کچه ورځ تر بلې لوړېږي، د ټوکواو د سون د موادو  بيه ورځ تر بلې پورته کېږي، د ښونې او روزنې د کمي پرمختګ تر څنګ د پوهنې کيفيت تر پوښتنې لاندې واقع کېږي، د پوهنې د فارغينوسره ناروا او ظلم کېږي، پوهنتونو د کيفي اړخه د ستونزو سره مخ ږي، په داسې يوه حالت کې به د افغانستان لومړيتوب څه وي، سوله که ټاکنې ؟!.
په داسې حال ګې چې د قانون د نه پلي کېدو څخه هر څوک نلېږي، د خلکو شمېر په پلازمينه کابل کې ورځ تر بلې ډېر زياتېږي، سړکونه د شته موټرو ظرفيت و نه لري، ښاروالي د همدغو نا مناسبو سړکونو پر سر  ډېره زياته ماليه واخلي، په ټول کې افغانستان وران او ويجاړ وي، که څه آبادي تر سره شوې هم وي، هغه شخصي کارونه او زيارونه وي، او يا د ځينو سړکونو رغونه وي، چې بهرني ځواکونه د خپلو اکمالاتو لپاره ورته اړتيا لري، لنډه دا چې تور او ناوړه خوی او طبيعت پر خلکو واکمن وي- په داسې يوه حالت کې به د افغانستان لومړيتوب څه وي، سوله که ټاکنې ؟!.
واقعيت خو دا دي، چې تر هر څه وړاندې  ټول انسانيت  او په تېره بيا د افغانستان کړيدلي ملت تر دې وړاندې چې يو منتخب حکومت ولري، تل پاتې سولې او روغې  ته کلکه  اړتيا لري، له کومه ځايه چې د افغانستان په جګړه  کې کورني ښکيل اړخونه بهرني ملاتړ او امتداد لري، او بېلابېل اړخونه د بېلابېلو موخو د تحقق لپاره د افغانستان په جګړه کې ښکيل دي،  له دې کبله په افغانستان کې د تل پاتې سولې په  ټينګښت او نه ټينګښت کې هم بېلابېل اړخونه خپل اغيز او موخې لري، که ځينې اړخونه د مشخصو موخو د تحقق لپاره په مشخص وخت کې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره چمتو کېږي، بيا نورو اړخونه د مشخصو موخو د نه تحقق په علت د سولې د پروسې پر خلاف تحرکات په لاره اچوي.
هغه څه چې د سولې د ټينګښت په اړه نه يوازې په اسلام بلکې د ټول بشري تاريخ په لړ کې مشهور او منل شوي دي، هغه د ښکيل اړخونو تر منځ د درېيمګړي هڅې او په پاي کې پريکړې دي، چې سولې ته لاره هوارولي شي، کوم چې د افغانستان د سولې په بهير کې  په پام کې نه دي نيول شوي، ډېري سيستمداران او کارپوهان په دې اند دي، چې د افغانستان د سولې د عالي شوري په تشکيل کې له اساسه ښکيل شخصيتونه عضويت لري، او ښکيل اړخونه نه شي توانېدلي تر څو په خپل منځ کې د سولې پروسه مخ پروړاندې يوسي. له دې ځايه په افغانستان کې د سولې اړوند د تېرو څو کالونو هڅې بې ځايه بولي او د سولې د نه تحقق د لاملونو څخه دا يو اساسي لامل ګڼي.
که د افغانستان د جګړې وروستۍ لسيزه ـ چې ځينې کړۍ يې له دې لحاظه څه نا څه  متفاوته پيژني، چې ګواکي د ټول ټاکنو په پايله کې يو منتخب حکومت پکې رامنځ ته شوي دي، اساسي قانون د قانوني پړاونو په تېرولو سره نافذ شوي دي، د ډيموکراسۍ له اصولو سره سم د حکومتدارۍ يو سيستم را منځ ته شوي دي ـ  د افغانستان د جګړې برخه او يو پړاو يې نه ګڼي، خو ډېر سياستپوهان او شنونکي يې د افغانستان د ډېرش کلنې جګړې د ځنځير هغه کړۍ بولي، چې د افغانستان په جګړه کې د ښکيلو اړخونو تر منځ يې لړۍ لا تر اوسه روانه ده، که څه هم چې کله نا کله د يادې جګړې په ډګر کې لوبغاړي دنوم او څېرې په بدلېدو بدل شوي دي، خو اساسي لوبغاړيو بيا تر پايه افغانستا ن د خپلو حسابونو د تصفيې لپاره دجګړې هغه ډګر ګرځولي، چې د افغانستان ټوله مادي او معنوي شتمني يې پکې له منځه تللې.
په دې ترڅ کې د افغانستان حکومت د ځينو شواهدو پر بنسټ دا څرکنده کړې ده، چې د افغانستان سوله د بهرنيو په لاس کې ده، په ځانګړې ټوګه د پاکستان او امريکا په لاس کې ده، او نوموړي دواړه لوري نه غواړي په افغانستان کې سوله ټينګه شي، او حکومت وروسته له دې اوږدې مودې څخه په د يقين او باور شوي، چې سوله بايد د امريکا او پاکستان په لاس به افغانستان کې تحقق و مومي. که له حقيقت څخه سترګې پټې نه شي، نو د حکومت ادعا په دې اړه رېښتنې ښکاري، او کوم سياست چې په دې موخه حکومت خپل کړي دي، موثر او ګټور برېښي.
که په افغانستان کې سوله نه تامينېږي، بيا دامنيتي تړون لاسليکول څه معني لري!؟
که په افغانستان کې سوله نه تامېږي، بيا په افغانستان کې د څلوېښتو هېوادونو د ځواکونو حضور څه معني لري!؟
که په افغانستان کې سوله نه تامېنېږي، بيا په افغانستان کې منتخب حکومت څه معني لري!؟.
که په افغانستان کې سوله نه ټامينېږي، بيا د افغانستان د زېرمو د استخراج او ښه مديريت لپاره اقتصادي تړونونه څه معنی لري!؟
ځينې پلورل شوې رسنې خو د حکومت د اوسني دريځ پر ضد مغرضانه ذهنيت منعکسوي او د بيان له آزادۍ څخه ناوړه ګټه پورته کوي په هغو مسايلو کې چې ملي ګټې ګڼل کېږي د افغانستان د ملي ګټو پر ضد نظريات منعکسوي، د بېلګې په توګه ولسمشر  (حامد کرزی) ولې امنيتي تړون نه لاسليکوي!؟ ولسمشر ولې طالبانو ته د ورور او شهيد خطاب کوي!؟ ، په داسې حال کې چې دوي هېروي، چې همدغو طالبانو د ولسمشر ورور په ډېره بې رحمانه توګه  ور وژلي دي.
اوس که ولسمشر د ملت او د افغانستان د ښېګڼې او سوکالۍ لپاره خپل ورور زغملي شي ، نو بيا بايد ملت پرې اعتماد وکړي او تر شا يې ودرېږي، تر څو وکولي شي ، افغانستان ته سوله راوړي، هغه څه چې د افغانستان کړېدلي ملت ورته تر منتخب حکومت وړاندې اړتيا لري.
دا جوته ده، چې په اوسنيو شرايطو کې په افغانستان کې رڼه او بې پري انتخابات نا شوني دي، بهرنۍ کړۍ په ډېر قوت سره حضور لري او خپل اهدافو ته د رسېدو لپاره هرو مرو د ځينو نوماندانو څخه ملاتړ کوي.
که په افغانستان کې د جنګ د تداوم وسايل او لاملونه په خپل حال پاتې شي، او يو نوي منتخب حکومت رامنځته شي، څه د پام وړ بدلون به را منځ ته نه شي، پکار ده، چې د منتخب حکومت د راتلو نه وړاندې د جنګ د تداوم لاملونه پورته شي، د حل لارې ورته وپلټل شي، څرنګه چې اوسمهال ولسمشر ور ته زيار باسي.
کېدي شي ولسمشر په دې پوهېدلي وي، چې هغه څوک چې په افغانستان کې د سولې ليوالتيا لري، په دې لار کې سرښندنې ته چمتو شوي دي ، دورو او د شهيد د خطاب مستحق وي او په رېښتيا د افغانستان د دښمنانو له لوري شهيدان شوي هم وي، نو بيا د ولسمشر (حامد کرزی) نوموړي دريځ ډېر حکيمانه دريځ  دي، ځکه چې نور هغه افغانان هڅوي تر څو د نورو له غلامۍ لاس واخلي او په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره سرښندنې ته تيار شي او په دې پوه شي، چې کوم اړخونه او کړۍ چې د دوي تر شا ولاړې  دي، دوي ته وفادارې او صادقې نه دي، بلکې خپل استخبارتي اهداف لري.
کېدی شي، هغه څه چې نن ولسمشر درک کړي دي، بل نوی ولسمشر هم څه نا څه لسو کلونو ته اړتيا ولري تر څو په دې پوه شي چې د افغانستان د ستونزو د هوارولو چاره د امريکا او پاکستان په لاس کې ده، په دې موخه پکار ده، تر څو د افغانستان د حکومت سره ټول موافق او مخالف  اړخونه د ولسمشر د دغه دريځ څخه د يوه ملي دريځ په توګه ملاتړ وکړي، کوم چې ټول افغانان په خپلو کې سره نېږدې کوي او د پرديو د تسلط څخه يې ژغوري، د خپلې ارادې او خپل تصميم واکداران يې ګرځوي.
په داسې حال کې چې ولسمشرۍ ته ګڼ شمېر نوماندان په خپلو مرکو او مناظرو کې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره روښانه تصور و نه لري، بلکې په دې لړ کې پر عمومياتو تينګار وکړي اوو نه توانېږي ،چې عملي او واقعي ميکانيزمونه يې وړاندې کړي، په داسې يوه حالت کې به د افغانستان لومړيتوب څه وي،  سوله که ټاکنې ؟.
عبدالرحمن فرقانی

© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=58731#ixzz2u3pTmjw6

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>