باور ورځپاڼه: کله چې پلمې ورکې شي

 د سولې خبرې چیرې خوندي دي ؟

له کله نه چې د سولې په تړوا پروژه ډولې اوفرمایشي هڅې پیل شوي، له هماغې ورځې ورسره د سولې او ټیکاو د مخنیوي هلې ځلې هم ګړندۍ دي.

شنونکي په افغان دولت کې د مافیايي کړیو نفوذ او دامریکایانو ناسم سیاست تردې وخته د سولې د خبرو د ناکامۍ لاملونه ګڼي، په دې دلیل چې امریکایان غوڅ دریځ نه لري او دولت کې دپخوانیو جګړه مارو ډلو کسان نه غواړي چې، په ریښتینې مانا دې په دې هیواد کې سوله او پخلاینه وشي .

د ډیرو نظر دادی چې که امریکا غوښتل چې سوله او امن راولي له وسه یې وه چې په پاکستان او نورو ښکیلوو غاړو فشار واچوي چې د سولې لپاره له زړه نه هلې ځلې وکړي او په کې خپلې موخې او سلیقې ونه لټوي د دغه نظر خاوندان دا هم وايي چې په دولت کې شته سولې ته ټکان ورکوونکي کړۍ هم دامریکا له مخامخ مرستې برخمنې دي او نه غواړي چې جګړه پاې ته ورسیږي ځکه چې په همدې جګړې پورې ددغو محدودو کړیو روزي تړلې ده او که چیرې یو قانوني نظام رامنځ ته شي حتمي ده چې دداسې کړیو ځای به تنګ شي .

دچارو کارپوه نعیم همدرد وايي (( موږ له پخوا په دې عقیده و چې امریکانو دپخوانیو جنګسالارانو دحمایت لپاره پانګونه وکړه او دا به دافغانستان غمیزه لاپسې اوږده کړي خبره له هغه ځایه خرابه شوه چې په بن کې یواځې دګوتو په شمیر کسانو ته دافغانستان سیاسي واک په اجاره ورکړل شو او ولس ونه پوښتل شو او نه هم ټولې ښکیلې غاړې کینول شوې چې دهیواد دبرخلیک په اړه اساسي تصمیم ونیسي له کله نه چې دافغانستان نظام په جنګسالارانو وویشل شو له هغه ورځې دخلکو تمې پرې شوي اوس دوئ هیڅکله دې ته رواداره نه دي چې خپلې ګټې له لاسه ورکړي او دا ګټې په جګړه کې دي ، دطالبانو پرخلاف په پروژو کې دي دسولې په نوم په دروغجنو پروسو کې دي دوئ دهمیش لپاره همدا روان حالت او جګړه غواړي ځکه چې ګټې یې د دوئ او قرباني یې بې وسه ولس دس ))

ولسمشرۍ ته نوماند او د حزب اسلامي پخوانی مخکښ غړی قطب الدین هلال هم شته نظام دسولې په برخه کې په نه ګام پورته کولو تورنوي او وايي چې تر اوسه هیڅ داسې اقدام نه دی شوی چې پرې دسولې حساب وشي نوموړی دقطر په پلازمینه الدوحه کې دطالبانو دسیاسي دفتر پرانیسته دخبرو لپاره مثبت خو تړلې یې دسوې سره یوه جفا ګڼي او وايي چې په ډیرو کوچنیو پلمو دقطر دفتر وتړل شو.

کله چې په قطر کې دطالبانو دفتر تړل کیده دافغان حکومت د مخالفت دلیل داو چې دوئ دیوه مستقل موازي نظام زغم نه لري او ترډیره ټینګار په دې و چې طالبان بایدې په افغانستان کې دننه دفتر پرانیزي او یاهم له افغان دولت سره دې خبرې وکړي نه له امریکایانو سره خو اوس تازه دم طالبانو په عربي اماراتو په یوه غونډې دبین الافغاني پروسې په چوکاټ کې دخبرو وړاندیز کړی چې ځینو دولتي چارواکو یې هرکلی هم کړی .

څه تمې شته چې دپلمو په ختمولو به خبرې پیل شي ؟

شنونکي په دې باور دي چې په افغان دولت که دسولې لپاره جوړ میکانیزم به کله هم دې ته جوړ نه شي چې دخپلو تنخواوو موده رالنډه کړي او د سولې لپاره ریښتینې خبرې دې وشي خو په دې وروستیو کې دولسمشر حامد کرزي له ادرسه دا څرګندونې چې له طالبانو سره پټې خبرې پيل شوي که څه هم وسله والو طالبانو رد کړې خو دا هیلې پیدا کوي که ښاغلی کرزی له مصلحتونو واوړي دنظام په وروستۍ برخه کې هم کولای شي چې دخبرو دروازه پرانیزي داچې څومره به خلاصه پاتې شي دسیاستونو په اوښتون پورې اړه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

You may use these HTML tags and attributes: <a href="" title=""> <abbr title=""> <acronym title=""> <b> <blockquote cite=""> <cite> <code> <del datetime=""> <em> <i> <q cite=""> <strike> <strong>