Category Archives: غير مصنف

تر څو پورې به داسې يو؟؟؟

 نه پوهيږم چې خبره له کوم ځای نه شروع کړم مانه خو بيخي لاره خطا شوې ده هر وخت په هر لور داسې خبره اورم چې ټوله ورځ راته په ذهن کې ځاله وکړي ټوله ورځ راته د ژوند روانې چارې ټکنۍ کړي خيال مې هره شېبه د همغې خبرې په مدار څرخي را څرخي ماغزه راته په درد کړي د نوي فکر او پرمختګ لپاره سوچ کول راته په تيغ ووهي خو چې سهار له کوره د کار په لور روان شم نو د شخص، راډيو ، انټرنېټ ، تلويزيون او نورو مختلفو رسنيو څخه بس هر وخت همدا خبرې او خبرونه اورم چې په پلاني ځای کې بمي چاودنه وشوه دومره پکې ووژل شول او دومره پکې ټپيان شول ، پلاني ولايت کې په ماشوم باندې جنسي تېری تر سره شو، پلاني ځای کې ښځې سره د تاوتريخوالي له امله ښځې ځان وژنه وکړه ، پرون په پلاني سړک سر پرې شوی مړی وموندل شو او دې ته ورته نورې ډېرې پېښې چې ورځ تر بلې زياتيږي او خپريږي، ښه نو انسان به په داسې حالاتو کې څه رنګ د نوی والي او پرمختګ فکر وکړي ماغره خو همدومره وي چې د داسې پېښو په اورېدو سره اوبه، اوبه شي ولس هم د دغو پېښو

بين الافغاني تفاهم

http://nunn.asia23 Jan 2013 -دا یو حقیقت دی چي جګړه دولسونو لپاره یو ناورېن اوستره بد مرغي ده او او نژدې نېمه پېړۍ تېرېږي چي دا ناورېن زمونږ په ملت تپل شوی دی، دیرغلګرو له وتلو وروسته له جګړو ستومانه شوی افغان ولس

لیکوال: ابو خلیل قدوسي

نور داضافی خپل منځي جګړو دتحمل وس نلري . په کار دادی چي زمونږ دمقاومت اتلان او دهغوی مشرتابه لکه څرنګه چي يې دتېر لس کلن جهاد په ډګر کي د (اشداء علی الکفار) دحربي سیاست دپلي کولو له مخي اود بېدرېغه سترو قربانیو له لاري دسیمي او اسلامي امت په سطحه تاریخي امتیازات ترلاسه کړل،

بيا به افغانستان د ۱۹۹۲ کال د حالاتو شاهد وي ؟

روئيد همت-Larawbar.com 2013-01-14
وايي چې مار چيچلی د پړي نه هم ويريږي او افغانان ټول پدې ښه پوهيږي، د تير کال په پرتله اوسني کال کې د ۲۰۱۴ نه وروسته د افغانستان نه د امريکا او ناټو ځواکونو وتل د اکثرو خبرونو سر ټکي جوړوي سياسي شننونکي بيا راتلوونکي حالات د خپلې سياسي مفکورې،تجربې او ليدلوري پر بنياد ارزوي،او اقتصاد پوهان بيا ورته بېلابېل نظرونه لري څوک يې د ترقۍ او پرمختګ په لور روان انځوروي او څوک يې بيا د پانګې او شتمنيو د چور او تالا ځای ګڼي د ۲۰۱۴ کال نه وروسته چې کوم حالات د افغانستان برخليک ټاکي نو د سړي ذهن ته د ۱۹۹۲ نه وروسته چې کومو حالاتو افغانستان د اور په څادر کې راتاو کړ انځوريږي، اوس نو خبره دلته ده چې ۲۰۱۴ کال د ۱۹۹۲ سره څه تړاو لري، کله چې روسان د افغانستان پرېښودو ته اړ شول او افغانستان نه يې خپلې ټولې راغلې قواوې خپل هېواد ته ستنې کړې نو په داخل کې يا خو د بهرنيو هيوادونو په سازش

آیا طالبان د حکومت کولو وړتیا لري!

محمد هلال سمسور-وايي یو وخت کې یو شمېر طالبان په یو غرنی او له بمباریو څخه په پنا کلي کې را ټول شوي وو او د طالبانو د عملیاتو، راتلونکي، فرصتونو او ګواښونو په اړه سره ګړېدل. په دې غونډه کې یو ټوکې خو ډېر ځیرک طالب هم حاضر ؤ. طالب مشرانو له یوې خوا او بلې خپله زد کړه ویله پخوانۍ تېروتنې او راتلونکي پلانونه یې سره ګز او پل کول. ځیرک طالب چې اوږد غځېدلی ؤ له خپله ځایه را پورته شو او ټولو ته یې وویل: ګورﺉ وروڼو، داسې فکر وکړﺉ، چې طالبان همدا نن بریالي شول او ټول کاپران، حکومت او ناټوګان

واقعي اودايمي سوله

په انساني ژوند کې هغه ټولنه نیکمرغه ګڼل کیږي چې دازادۍ او خپلواکۍ په موجودیت کې ئې افراد ،سازمانونه او ډلې په سوله ایزه توګه خپلې سیاسي ،ټولنیزې ،اقتصادي او کلتوري چارې په مخ بیایي او دجنګ ،تیري،نفرت ،کینې او جبر په ځائ دمینې ،تفاهم ،تعقل او تحمل په بنسټ دنظرونو او عقایدو توپیرونو ته منطقی او معقولې لارې او ګودرونه لټوي

مسأله سیاسی خو حل یې پوځی

افغانستان د سیمی په سیاسی ـ جغرافیوی محراق کی پروت دی چی منځنۍ آسیا ، جنوبی آسیا او منځني ختیځ سره تړی . همدا حساس جیوپولټیک موقعیت افغانستان ته کلکي ضربې هم ورکړي دي . په ۱۹۹۱ کی چی شوروی اتحاد مړ سو ، نو افغانستان هم د سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو د ستراتیژیو او سیالیو لابراتوار سو . دا څپانده حالت د سپټمبر تر یوولسمی

ایا د تمدنونو شخړه او جګړه ضروری ده؟؟

بسم الله الرحمن الرحیم

دا مضمون علامه یوسف قرضاوی په خپل کتاب ( اسلام و العولمة) کی لیکلی او مونږ دهغی نه راخستی دی.

مونږ غواړو له « صمویل هانتینګتون» څخه یوه  مهمه پوښتنه وکړو چی ایا د تمدنونو ترمنځ شخړه او جګړه یو ضروری شی ده او که نه یو احتمالی کار دی؟

دی ته ورته د اسلامی فقهاوو  ترمنځ هم شتون لری چی نامسلمانو سره په اړیکو کی اصل جنګ جګړه ده او که سوله ده، په دی ځای کی یوشمیر کسان

طالب مشران:له تور ليست نه دپنځو طالبانو نومونه ليري کول مؤثر اقدام نه بولي

د طالبانو پخواني مشران د تور لست څخه د پنځو تنو طالبانو د نومونو ليري کول کوم مؤثر مثبت اقدام نه بولي.

د حدیبیی سوله

دمکی نه لری واټن کی  یو کوهی( څاه ) دی چی حدیبیه نومیږی. د حدیبیی سوله ته  ځکه دا نوم ورکړ‎‎‎‎‎‎ شوی دی ځکه د سولی لوظنامه په همدی ځای کی لاسلیک شوی ده . چه دا د شپږم هجری کال د ذی قعدی په میاشت وه .

سوله او امن، د انساني نړۍ ستره اړتيا

صالح محمد صالح

په افغانستان کې تېرو تجربو ښوولې چې د پوځي هڅو په پرتله مذاکرو او خبرو اترو سوله او امن راوستلى دى، ايا پر اوس مهال له دې سوله ييزې لارې امن راتلاى شي؟