غير مصنف :دارشیف درجه بندی

دسولي خبري عمل ته اړتيا لري / عالیه راوي اکبر

2 Jan 2013, 4:44

دفرانسې کنفرانس په داسي حال کي پای ته ورسېد چې نتيجه يې دځينو په ظاهري تخمين مثبته وه. دغه کسانو داسي فکر کاوه چې بهرنيو ځواکونو بالاخره په خپل دريځ کې نرمي وښوده چې په دې غونډه کې يې دطالبانو نماينده ګانو ته د اشتراک زمينه برابره کړه.

بله خبره دا هم کېده چې دکابل ګوډاګی رژيم له طالبانو سره د افغانستان څخه دباندي دخبرو اترو حمايت نه کاوه. خو اوس دې خبري ته اماده شو.

 دبل طرف څخه د ګوډاګي رژيم چارواکو  ويلي چې د سولي هرډول خبري بايد په افغانستان کې دننه سرته ورسيږي.

دکابل رژيم دا خبري د دغه کنفرانس تر پای ته رسېدو ايله څو ورځي وروسته وکړې.

دسولی په راتګ کی مثبت تبلیغات ډیر رول لری

سوله مهمه ده

سوله ده چی هرچا ته ارامه ژوند وربښی، سولی ته هر زنده سر په خپل محیط کی ډیره اړتیا لری او هر یو لپاره حیاتی مسله ده، په خاص ډول انسان چی د پیدائښت نه تر مرګه پوری که غواړی چی هرڅه په سمه توګه ترسره کی نو دا  ټول کارونه یی سولی پوری مربوط دی، ځکه هغه خلک ډیر پرمختللی دی کوم چی په سولیزه فضا کی زندګی کوی.

هر چیرته چی سوله او امن وی، نو د هغه ځای وګړی هرڅه ته لاس رسی لری، د بیلګی په توګه د ماشوانو د روزنی نه نیولی بیا تر اقتصاده او حکومت جوړه ونی پوری، هر کس بل ته د هغه د حق قایل وی، د ورور ولی فضا وی او ټول وګړی سولییز ژوند کی شپی او ورځی سبا کوی.

له دی وجینه سوله په اسلام مبارک دین کی هو خورا زیات ارزشت لری او غوره عمل بللی شوی دی، او سوله د هر هیوادوال مسلم او ثابت حق دی.

دافغانستان دستونزی عوامل او دحل لاری

داچه زمونږ ګران هیواد د اسیا په داسی ځای کی قرار لری چه دزړه حیثت یی غوره کړی ده او داسیا دکنترول دپاره دافغانستان کنترولول یو اساسی ضرورت دی په همدی اساس دتاریخ  په اوږدو کی مختلفو استعمارګروددی غیرتی خاوری د نیولوخوبونو ته دعمل جامی ور اغوستلو کی خپل ارمانونه ګور ته دځان سره وړی دي دهمدی استعماری مداخلو په پایله کی افغانستان داوسنی ستونزمن حالت سره مخامخ دی ددی ټولو ستونزو دعواملو دڅیړلودپاره دغه فکتورونه په دری برخو ویشل کیدای شی چه هر یو یی په خپل وار ددی ستونزی په پیداکیدو کی پوره ونډه لری دغه فکتورونه په لاندی ډول څیړل کیږی .

د طالبانو مثبتې او مبهمې څرګندونې

| سې شنبه, 01.01.2013, 06:38 PM |   (551 لیدل شوی)

د فرانسې په شانتیلي کې د طالبانو د سیاسي دفتر د غړیو شهاب الدین دلاور او دوکتور نعیم له خوا وړاندې شوی متن په لومړي ځل دا راښیي چې طالبانو ته له نورو افغانانو سره د ژوند کولو فکر ورلوېدلی دی.

 ځینو صاحب نظرانو د ښاغلي دلاور او ښاغلي محمد نعیم په دریځ نیوکې کړې دي چې اساسي قانون یې نه دی منلی او دا یې هم نه دي ویلي چې طالبان اوسنی حکومت په رسمیت پیژني. ځینو نورو بیا شک څرګند کړی دی چې ایا دغه کسان به واقعا د طالبانو اصلي استازي وي او که به پاکستان را استولي وي.

 یو شمېر نور کسان په دې نظر دي چې طالبان د پاکستان په اشاره د دې لپاره نرمې خبرې کوي چې د افغانستان حکومت تېر باسي او د خارجي قواوو له وتلو وروسته خپلو حملو ته زور ورکړي.

د سیمې امنیت او د کړکیچ زیرمې

ایراني چارواکي او د پاکستان په لمسون او ګټه، القاعده او نور مذهبي توندلاري بیا بیا وایي چې د سیمې امنیت په افغانستان کې د ایساف او ناټو ځواکونو چې د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړې له مخې افغانستان کې حضور لري خراب کړی، په داسې حال کې چې تر ټولو لومړی د دغو پلمه ګرو هیوادو ویجاړوونکوهڅو لکه اټومي وسلو ته د ایران لاسرسی او د پنجاب د ملیتاریستي او شوونیستي غوښتنو څخه د مذهبي توندلارو او ترهګرو ملاتړ، سیمه ناامنه کړي او دغو لاملونو نړیوال ځواکونه اړکړي چې سیمې ته راشي او ووايي چې د ویجاړ شوي انډول د بیا سمبالتیا لپاره دلته پاتې دي !

اوس ټولو ته څرګنده ده چې سیمه کې د پنجاب او ایران لخوا بل شوی اور، نړیوال ځواکونه افغانستان کې دېره کېدو ته اړباسي او د دوی په لاس راولاړشوی تاوتریخوالی د هغو حضور ته ادامه ورکوي .

د ديني عالمانو د فتوا صادرولو غونډې وسله وال سخت وار خطا کړي دي

شنبه, 19.01.2013

 خدمتګار پخپله ننۍ ګڼه کې دې موضوع ته کتنه کړې چې ویل کېږي په کابل کې کېدونکې د ديني عالمانو د فتوا صادرولو غونډې وسله وال سخت وار خطا کړي دي. خدمتګار ليکلي،  د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر تيره ورځ په كندهار ولايت كې د خپلو خبرو پرمهال وويل، له پاكستان د فتواو زېږنتون جوړ شوى چې د افغانستان د جنګ د اوږدولو او د عامو افغانانو د وژلو لپاره نوې نوې فتواګانې صادروي.

ستانكزي، چې د كندهار ولايت له والي، ولايتي شورا او د سولې د ولايتي کمېټې له غړو سره خبرې کولې، وويل چې افغان ديني عالمان په پلان کې لري، چې په نژدې ورځو کې د ځانمرګو بريدونو او د بې معنى جګړې پر ضد فتوا صادره کړي،

د ديني عالمانو د فتوا صادرولو غونډې وسله وال سخت وار خطا کړي دي

شنبه, 19.01.2013

 خدمتګار پخپله ننۍ ګڼه کې دې موضوع ته کتنه کړې چې ویل کېږي په کابل کې کېدونکې د ديني عالمانو د فتوا صادرولو غونډې وسله وال سخت وار خطا کړي دي. خدمتګار ليکلي،  د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر تيره ورځ په كندهار ولايت كې د خپلو خبرو پرمهال وويل، له پاكستان د فتواو زېږنتون جوړ شوى چې د افغانستان د جنګ د اوږدولو او د عامو افغانانو د وژلو لپاره نوې نوې فتواګانې صادروي.

ستانكزي، چې د كندهار ولايت له والي، ولايتي شورا او د سولې د ولايتي کمېټې له غړو سره خبرې کولې، وويل چې افغان ديني عالمان په پلان کې لري، چې په نژدې ورځو کې د ځانمرګو بريدونو او د بې معنى جګړې پر ضد فتوا صادره کړي، خو د کويټې شورا دغه ديني عالمانو ته خبردارى ورکړى چې په غونډه کې له ګډون وروسته يې و وژني.

د بندي طالبانو ازادول د مخالفینو له ذهنیت جوړوني سره مرسته کوي

ازادۍ راډيو – ورځپاڼو ته کتنه–Larawbar.com  2013-01-20

د پاکستان له زندانونو څخه د طالبانو خلاصون او د سولې روانې هڅې بیا هم هغه مسایل دي چې د کابل چاپ د ننیو ګڼو د مطالبو په سر کې ځای لري.

سرنوشت ورځپانې په خپلې سرمقالې کې لیکلي چې د پاکستان له خوا د طالبانو د خلاصون مسئله به د سولې د خبرو له پیل مخکې له ذهنیت جوړونې سره مرسته وکړي.

د افغانانو د سولې هڅې ولې تل ناکامیږي؟

جمل عالم زی-په افغانستان کې اوږدې خونړۍ جګړې افغانان نور پزې ته رسولي دي. که په تیرو دوو لسیزو کې لومړی د مجاهدینو، بیا د طالبانو او ورپسې د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د نوې ادارې له رامنځته کیدو سره د خلکو ملاتړ ته وګورو، نو وبه لیدل شي چې افغانانو تل په دې تمه او هیله د نویو حکومتونو ملاتړ کړی، چې ګواکې دا ځل به جګړې او ناخوالې پای ته ورسیږي او دوی ته به په سوله او سوکالۍ کې د ژوند زمینه برابره شي. خو تر دې دمه هر نوی حکومت د خلکو د دغو هیلو په پوره کولو او د سولې او امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی او جګړه، د قانون نه حاکمیت، بی روزګاري او د خلکو ستونزې ورسره نورې هم ډیرې شوي دي. د ډاکتر نجیب الله له حکومت څخه رانیولې بیا تر اوسه هر مرکزي حکومت خپلو مخالفینو ته د سولې بیلابیل وړاندیزونه کړي، خو تر دې دمه نه یوازې دا چې یوه مخالفه ډله هم د سولې او روغې جوړې له لارې له حکومت سره جوړجاړي ته نه ده رسیدلې، بلکې د ډاکتر نجیب له حکومت څخه رانیولې بیا تر ننه دغو ټولو وړاندیزونو ته په انفجار او انتحار ځواب ورکړ شوی دی. که د هیواد وروستي تاریخ

څه ډول د کورنۍ جګړې مخه نیولی شو

نظرمحمد مطمین-د امريکا څخه د ښاغلي کرزي له راګرځيدو وروسته د نړۍ ميډيا پر يوه خوله داوايې چي د ناټو پوځونو چي په سرکي يې امريکا ده تروتلو وروسته به د افغانستان امنيتي حالت ډير خراب او دغه حالت د تشويش وړ دي.

دا ډول د ناټو د دفاع وزيرانو غونډه هم د افغانستان امنيتي مسئلو ته ځانګړي شوي وه، په غونډه کي مهم ټکي چي بحث پري کيدی، داوو چي څه ډول د افغان عسکرو له خوا د ناټو عسکرو ويشتل کم کړي او دا ډول د خپلو پوځونو د ايستلو نيټه او خونديتوب. ورسره ورسره پر دي هم بحث وشو چي که ناټو چي امريکايې مشري کوي پوځونه له افغانستان څخه ؤځي دلته